شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهمحب: امریکايي ځواکونو له افغانستان په وتلو کې بېړه وکړه

محب: امریکايي ځواکونو له افغانستان په وتلو کې بېړه وکړه

تاند(سه شنبه، د ثور ۲۸) د ولسمشر د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب له سي بي اس ټلويزيون سره په مرکه کې ويلي، چې دوى دا غوره بلله چې امريکايي ځواکونه له څو نورو کلونه وروسته له افغانستان څخه وتلي وای.

د نوموړي په وینا هغه مهال به افغان ځواکونو ټولې هغه وړتیاوې چې اړتیا یې ورته درلوده پوره کړې وې.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني له افغانستان څخه د ټولو امریکایي ځواکونو د اېستلو له اعلان وروسته ویلي وو،چې ده له امریکا غوښتي وو، چې خپل سرتیري دې له افغانستان څخه وباسي.

د یادونې ده چې نن ولسمشر غني هم وویل، چې طالبان باید دا ومني چې د افغانستان راتلونکی نظام باید انتخاباتي وي.

نوموړي له یوې امریکایي رسنۍ سره په تازه مرکه کې ویلي چې سوله یې لومړیتوب دی خو که طالبان جګړو ته ادامه ورکوي نو دی د پوځ لوی درستیز دی او تر وروستۍ شېبې په د طالبانو پر وړاندې جنګېږي.

ولسمشر غني همدا راز ویلي چې طالبان باید د ټاکنو له لارې واک ته پر رسېدلو باورمن شي او دا ومني چې د افغانستان راتلونکی نظام به انتخاباتي وي.

دده په خبره افغانان باید د ټاکنو له حق محروم نه شي او طالبان دې ژر تر ژره جګړه ختمه کړي او د خبرو له لارې دې د ولس ملاتړ خپل کړي.

ولسمشر غني تر دې وړاندې هم په ځلونو ویلي چې جمهوریت ورته سره کرښه ده او چا ته اجازه نه ورکوي چې د زور له لارې ځان واک ته ورسوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب