جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهبغلان کې د طالبانو بریدونه مات او د "زرقاوي" په ګډون ۲۵...

بغلان کې د طالبانو بریدونه مات او د “زرقاوي” په ګډون ۲۵ وسله وال وژل شوي

تاند (سه شنبه د ثور ۲۸) د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو بغلان کې د طالبانو بریدونه مات او په جګړه کې یې  ۳۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

دفاع وزارت نن سه شنبې/د ثور ۲۸مه/ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو نن سهار وختي له څلورو خواوو په مرکزي بغلان ولسوالۍ باندې ډله ییز بریدونه پیل کړل.

په خبرپاڼه کې راغلي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو چې هوايي ملاتړ یې هم له ځان سره درلود د طالبانو بریدونه سخت مات او هغوی یې په شاه وتمبول.

دفاع وزارت وايي، په دې عملیاتو او جګړه کې د یوه مهم قوماندان زرقاوي په ګډون ۲۵ طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.

سرچینه وايي، په جګړه کې د طالبانو ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي او په سیمه کې عملیات لا هم دوام لري.

شااوخوا دوه اونۍ مخکې سیمه ییز چارواکو د طالبانو له خوا د بغلان زاړه ښار د نیول کېدو خبر ورکړ چې وروسته یې افغان ځواکونو پر ضد عملیات پيل کړل.

د کوچني اختر په مناسبت د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د درې ورځیني اوربند تر پای ته رسېدو وروسته له ګڼو ولایتونو د نښتو راپورونه ورکړل شوي دي.

دفاع وزارت همدرانګه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د بغلان ترڅنګ په ننګرهار، زابل، هرات، بادغیس، فاریاب، بلخ او هلمند ولایتونو کې د ۱۴۳ وسله والو طالبانو د وژل کېدو او ۶۶ نورو د ټپي کېدو خبر هم ورکړی دی.

خو وسله والو طالبانو بیا تر دا مهاله د دغه تازه نښتو او ددفاع وزارت له خوا هغوی ته د اوښتې مرګ ژوبلې په هکله څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب