جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهچین یو وار بیا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتلو انتقاد...

چین یو وار بیا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتلو انتقاد وکړ

تاند(سې شنبه، د ثور۲۸) د چین د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار سره په ټېلفوني خبرو کې یو وار بیا په اوس وخت کې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو پر وتلو نیوکه وکړه.

وانګ يي له حمدالله محب سره په خبرو کې وویل، هیواد یې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت او د ټولو افغان خواوو په ګډون له سوله ییزې لارې د سیاسي جوړجاړي ملاتړ کوي.

 ده همداراز وویل، په اوس وخت کې، چې د افغانستان د سولې پروسه لا روانه وه، د امریکا له لوري په یو اړخیز ډول د ځواکونو د ایستلو اعلان د دې پروسې او د افغانستان د حالاتو په اړه بې باوري رامنځته کړې ده.

په واشنګټن کې د چین د سفارت له لوري له خپرې شوې خبرپاڼې سره سم، وانګ يي وویل، چین او افغانستان په دودیز ډول دوست هیوادونه دي، او چین له نورو سره د نه مداخلې پر اصولو ولاړ هیواد دی.

ده زیاته کړه، چین تل له افغانستان سره د ګډ ژوند لپاره پنځه مساوي اصول ټاکلي؛ د خپلواکۍ، ملي حاکمیت، مځکنۍ بشپړتیا او ملي یووالي په ساتلو کې د افغانستان ملاتړ او د افغانستان د سولې او پخلاینې د بهیر ننګه. چین چمتو دی چې د یو بل د مهمو ګټو په اړوندو مسلو کې له افغانستان سره کار وکړي.

د چین د سفارت د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د چین له بهرنیو چارو وزیر سره په ټېلفوني خبرو کې وویل، په افغانستان کې د سولې او پخلاینې پروسه سخت او له خنډونو ډک مزل په مخکې لري. افغانستان د سولې له پروسې سره د چین د کلک ملاتړ ستاینه کوي او له چین سره په دوه اړخیز بنیاد او د ملګروملتو د امنیت شورا له چوکاټ سره سم د همکاریو پیاوړتیا ته تیار دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب