جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+مارغان تر انسانانو څومره ډېر دی؟

مارغان تر انسانانو څومره ډېر دی؟

تاند(سې شنبه، د ثور۲۸) د یوې تازه څېړنې له مخې، زموږ پر خاورینه کُره د مارغانو شمېر د انسانانو شپږ برابره زیات دی.

استرالیايي ساینسپوهانو په دې  اړه په خپله څېړنه کې څرګنده کړې چې پر مځکه د مارغانو شمېر د ۵۰ ملیاردو او ۴۲۸ ملیاردو ترمنځ دی.

د استرالیا د سیډني د نیوساوت ویلز پوهنتون څېړنه، چې د مې په اوولسمه د امریکا د ساینس ملي اکاډیمۍ خپور کړی، ښيي چې تراوسه په مځکه کې ۹۷۰۰ ډوله مارغان پېژندل شوي دي.

شامتورې

څېړونکو له بېلابېلو طریقو څخه په کار اخیستو د مارغانو د شمېر په اړه اټکل کړی دی.

 دا لومنړی ځل دی چې په نړۍ کې د مارغانو د شمېر د معلومولو هڅه شوې ده.

په دې څېړنه کې دا هم راغلي چې په مارغانو کې بیا تر ټولو ډېرې، کورنۍ خړې مرغۍ دي.

د دغو چوغکو شمېر یو ملیارد او ۶ لکه اټکل شوی دی. ورپسې اروپايي شامتوره یاده شوې او ویل شوي چې د شامتورو شمېر یو ملیارد او ۳۰۰ ملیونو ته رسېږي. د سمندري توتکیو (ring-billed gulls) شمېر یو ملیارد او ۲۰۰ ملیونه ښودل شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب