جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهننګرهارکې د بېګم نسیم ولي خان د فاتحې مراسم ترسره شول

ننګرهارکې د بېګم نسیم ولي خان د فاتحې مراسم ترسره شول

تاند ( سه شنبه، د ثور ۲۸مه) د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار د باچا خان په مزار کې د عوامي ملي ګوند پخوانۍ مشرې بېګم نسیم ولي خان فاتحه واخیستل شوه.

د فاتحې په دې مراسمو کې د دې ولایت د چارواکو ترڅنګ ولسي استازو، دیني عالمانو، عامو خلکو  او مېرمنو ګډون کړی وو.

والي ضياءالحق امرخېل په دې مراسمو کې د بېګم نسيم ولي خان مړينه لويه ضايعه وبلله او د دې مبارزې مېرمنې د ژوند، سياست، هلو ځلو او فکري ويښتيا برخه یې د پښتنو لپاره یو ویاړ وباله.

هغه وويل، نوی نسل بايد له شته ستونزو د خلاصون په پار د دا ډول شخصيتونو تګلاره تعقیب کړي.

والي ضياءالحق امرخېل په هېواد کې جګړو او د سولې روانو خبرو ته په اشارې  وويل: « د باچا خان فکر سوله ییز دی، د هغه فکر له اسلام اخیستل شوی و، په هېواد کې ډېرې جګړې وشوې؛ خو نن د هغه د فکر لار تقعيبيږي او د سولې خبرې روانې دي.»

د پښتون مبارز عبدالغفار خان (باچا خان) انګور او د خان عبدالولي خان مېرمن او د عوامي نشنل ګوند پخوانۍ مشره بېګم نسيم ولي خان وړمه ورځ د ۸۵ کلونو په عمر مړه شوه.

د نوموړې جنازه تېره یک شنبه مازدیګر شپږ بجې د چارسدې ولي باغ کې ترسره شوه.

د مېرمن نسیم ولي خان د مړینې د خبر تر اعلانېدا وروسته، افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم پخپل غبرګون کې د هغې پر مړینه خپګان ښودلی وو.

مېرمن نسیم ولي خان د خان عبدالولي خان دویمه مېرمن وه، چې په ۱۹۵۴ کال کې یې واده ورسره کړی و، په ۱۹۷۵ کال یې د پاکستان سیاست ته مخه کړه او په ۱۹۷۷ کال پاکستان کې لومړنۍ ښځه وه چې له خیبر پښتونخوا د پاکستان پارلمان ته بریالۍ شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب