جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+ځمکه| دولت زیري

ځمکه| دولت زیري

د نړۍ ټولې پرګنې او خلک پر خپلو ټاټوبو او هېوادونو خپل سرونه قربانوي او تر وروستۍ سلګۍ او امکاناتو پورې يې په ساتلو کې کوښښ کوي. د ساتلو او پاللو لپاره یې شعرونه او ترانې لیکي، یا هم خپلې پخوانۍ افسانې بیا- بیا بیانوي.

په حقيقت کې دغه ټبرونه او هېوادونه د ځمکې پر سر ژوند کوي او پراته دي. مانا دا چې په هغه ځمکه او ټاټوبی دوی سر ورکوي او ساتي يې، چې د دوی په واک کې دي او دوی يې خپل ټاټوبي او یا هېوادونه بولي.

افغانان وايی:« ځمکه سره زر ده» او یا د دې هم لا مخکې ځي او خپل ټاټوبي او خپل هیواد ته د خپل ناموس په سترګه ګوري او وايي:« انسان یا په پټي مري او یا په کوناټي.»

د ملګرو ملتونو نړیوالې ټولنې هم ځمکې ته د ډېر اهمیت ورکولو په خاطر د هر کال د اپرېل  میاشتې دوه ویشتمه نېټه د ځمکې د نړيوالې ورځې په نامه نومولې ده. د دې لپاره چې، له دې لارې د خلکو پاملرنه د ځمکې ساتلو او ابادولو ته را واړوي. خلک د اقلیمي بدلون په وړاندې مبارزې ته هڅوي او ماشومانو ته دا ورښيي چې ځمکه او انساني ژوند څنګه خوندي وساتي.

په تاکيد سره ځمکه د خپل اهمیت له مخې د تشو شعارونو تر څنګ په دوامداره توګه ساتلو ته اړتیا لري، ځکه که ځمکه نه وي، ژوند نه شته او په فضا کې مېشتېدل له امکان څخه ليري خبره ده.

 د دې تر څنګ ځمکه د انسانانو لپاره د ټولو نعمتونو د زېږېدو مور ده. انسانانو چې خپل هېوادونه د مور سره تشبېه کړي دي، مانا دا چې دوی خپل ټاټوبی او د ځمکې هغه ټوټه چې دوی پرې ژوند کوي له مور سره تشبېه کړې ده. معنی ځمکه مور ده.

 که د ځمکې دغه ټوټه یا برخه چې دوی پرې ژوند کوي وجود ونه لري ښکاره ده چې دوی به هېوادونه ونه لري چې دوی ورته مور وايي.

 که اوبه دي، که خواړه دي، که په هوا کې الوتکې، او پر ځمکه رېلګاډي او د ژوند امکانات دي ټول د ځمکې زېږنده دي. تر ټولو مهم يې اکسيجن دی چې د انسانانو ژوند ورپورې تړلی دی، که چېرې یوه شېبه اکسیجن نه وي ژوند نه شته. کبان په اوبو کې ځکه ژوند کولی شي چې هلته د ژوند او تنفس لپاره اکسیجن وجود لري. الوتکې ځکه په هوا کې الوتنې کولی شي، چې هلته اکسيجن شته. لنډه دا چې که د ځمکې له پلوه د ژوند کولو ټول امکانات شته او د ځمکې له برکته ژوند شته او د ژوندي پاتي کېدو لپاره ځمکې په ډېر اخلاص سره خپله غېږه پرانیستې ده، نو ساتل او ابادول يې هم پر موږ واجب دي.

د ځنګلونو له منځه وړل، د اټومي او کیمیاوي وسلو ازمېښتونه، په لوی لاس د هوا ککړوالی، د اوبو مسمومیت او ککړول، په لوی لاس د تودوخې د درجې لوړول، د نفوسو بې شمېره زیاتېدل او د نورو داسې څيزونو چې د ځمکې طبیعي حالت ته زیان رسوي ځمکه يی د زغملو حوصله نه لري.

د داسې بې انډوله څیزونو او کړنو تر سره کول په واقعیت کې له ځمکې سره لوی ظلم او خیانت دی. له ځمکې سره څه چې د انسانانو سره ظلم دي او د ژوند سره ظلم دی.

مخکې مو هم وویل: چې زموږ په ګران هېواد افغانستان کې خپل ټاټوبي ته د ناموس په سترګه ګوري او دا ټاټوبی په خپله د ځمکې یوه ټوټه ده. څومره يې چې افغانانو د ساتلو په نامه له خپل ټاټوبي سرونه قربان کړي دي، له بده مرغه د ساتلو تر څنګ يې ابادولو ته پاملرنه، نه ده کړې. د کونړ، د سپين غره او د لويې پکتيا د ځنګلونو پرې کول، د بادغیس، روزګان، سمنګان او نورو ولايتونو د پستې او بادامو د ځنګلونو له منځه وړل، د هرات، قندهار او د کابل د کوهدامن د انارو او انګورو د باغونو ويجاړول له هغه ټاټوبي سره ظلم او خیانت دی چې دوی ورته هېواد او مور وايي.

سمه ده چې د خپل ناموس او هېواد ساتل قربانۍ ته اړتیا لري، خو د دې تر څنګ پاللو ته هم اړتیا لري. که مور ژوندۍ وي، خو وږې وي، ناروغه وي او د نورو د خیرات لپاره يې لاسونه اوږده وي، له داسې ژوند څخه بیا د مور لپاره مرګ بهتره دی.

که ناموس مو د بل په کور کې غولی جارو کوي او د ژوند کولو لپاره يې د پردیو پر لوري سترګې نیولې وي، بيا خو ښه داده چی ژوندی نه وي. که د ځمکې هغه ټوټه چې موږ پرې ژوند کوو او بيا ورته د هېواد او مور خطاب کوو، تل له جګړو سره مخ وي، تل د نورو او پردیو د غوبل ډګر وي، تل يې په اوبو، هوا او نعمتونو نور مېلې او چړچې کوي، بیا نو زموږ دا شعار ټول دروغ دي چې وايو:

وطن دی مور زموږ

وطن دی کور زموږ

که يې ونه پالو

مخ دی تور زموږ

وطن دی مور زمور

دلته له وطن څخه هدف همغه ټوټه ځمکه ده چې موږ ورباندې ژوند کوو.

د ټولې ځمکې ۷۱ سلنه اوبه او ۲۹ سلنه يې وچه جوړوي، له دې وچې څخه چې ۵۱۰۹۰۰۰۰۰ کیلو متره مربع پراخوالی لري، یوازې شپږ سوه پنځوس زره کیلو متره مربع موږ ته د افغانستان په نامه رسېدلې ده، که دغه کوچنۍ ټوټه ونه ساتو، که يې ونه پالو، که يې اباده نه کړو او که يې له جګړو ونه باسو، بیا نو، مخ دې تور زموږ او دا شعار زموږ په خولو بد ښکاري چې وايو، وطن دی مور زموږ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب