پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهامرالله صالح د کوچیانو د ځوروونکو د نیولو امر کړی

امرالله صالح د کوچیانو د ځوروونکو د نیولو امر کړی

تاند (سه شنبه د ثور ۲۸) د ولسمشر لومړی مرستیال وايي، د پنجشیر ولایت امنیه قوماندان ته یې په دغه ولایت کې د کوچیانو ځوروونکو کسانو د نیولو امر کړی.

له تیرې ورځې په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوې چې د “حمید خراساني”  په نوم یو غیر مسؤل وسله وال کس پنجشیر ولایت ته د کوچیانو د رمې داخلېدو مخه نیسي.

امرالله صالح نن سه شنبه/ د ثور ۲۸مه/ پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، “لار نیونکي اوباشان به د قانون منګلو ته وسپارل شي. اندېښنه مه کوئ. “

د ښاغلي صالح په خبره چې سلګونه کلونه کیږي د پنجشیر خلک له کوچیانو نیکې او ښې اقتصادي اړیکې لري.

نوموړي زیاته کړې چې د پنجشیر امنیه قوماندان ته یې لارښوونه کړې چې ژر تر ژره دې د هغو ” اوباشانو”  په هکله چې کوچیانو ته یې ګواښ کړی د خپلو قانوني اقداماتو په اړه ډاډ ورکړي.

دده په خبره چې د پنجشیر امنیه قوماندان ورته ویلي چې د کوچیانو هیڅ کاروان نه دی راګرځول شوی. او زیاته کړې ده چې خپره شوې ویډیو د توجه جلبولو لپاره جعلي ده.

حمید خراساني چې د یوې غیر مسؤلې وسله والې ډلې مشري کوي، د کورنیو چارو وزارت یې یو لوی مجرم بولي.

هغه تیر کال په کابل کې د افغان ځانکړو پولیسو له خوا ونیول شو، خو تر څه مودې بند تیرولو وروسته بیرته خوشي شو.

د کورنیو چارو وزارت د نوموړي تر نیولو وروسته وویل چې هغه په وسله والو غلاو، له سوداګرو او دوکاندارانو څخه په باج اخیستلو، د ملي بیرغ په سوځولو او ملي امنیتي ځواکونو ته په سپکو سپورو ویلو تورن دی.

3 COMMENTS

  1. دداسی جنایتونو رامینځ ته کیدلو مسؤلین کرزۍ او دوکتور اشرف غنی دی ، دی کسانو دا مضر او ضدی ملی عناصر د اجنبیانو په امر سره راټول کړی دی ، چلباز ډرامی صالح هوائي اعلامیی خپوروی په صورت عموم پنجشریان لکه د نورو افغانانو په شان پاک خلک دی او دوی هم ددی مکروبی فاشیستو او ساختګی مجاهدینو پنجشیری قاتلو او چورکوونکیو څخه ډیر په تکلیف دی داچی دی اجنبیو غلامانو د پنجشیر دره کاملآ محاصره کړی او هر غیری پنجشیری د پنجشیر داخلیدو ته باید باج ورکړی دا حالت ما په خپلو سترګو ولید او ما د باج پر ضد مقاومت وکړ نو دی وخت کښی دوی توپک د مونږ خواته برابر کړ نو پدی اثنا کښی یو پنجشیرۍ د موټر څخه راښکته شو او د مونږ خوا ته راغلو او هغوی ته ئي په ځیږو الفاظو وویل چی دا ډاکتر د مونږ میلمه دی او دده څخه باج باید وانه اخستل شی ، وروسته پنجشیر کښی حمله راباندی وشوه او زخمی شوم نو دوستانو فورآ زه د پنجشیر فرانسوی شفاخانی ته انتقال کړم ، په صبا څو ځوانان راغلل او د ما سره ئی لوی او په زړه پوری مجلس درلود او ټولو په یو اواز د پنجشیر قاتلینو څخه ضدیت ښکاره کړ اما ویل ئي چی مونږ دلته ګروګان شوی یو !!!!

  2. سلام
    دکتور غروال افغانستا ن چا د تروریزم تر نوم لاندې ګروګان نیولی ؟چا ګلم جم ،کلینر،موتروان ، نداف او فاسد پروفیسوران به دې لوبه کې ونازول اویوبل خرخره کوی؟روس ،امریکا، انګرېز،چین ،باکستان،ایران ،ترکان او نور بد وبلا خو موږ راوستی موږ بلد کړل ،موږ یې غلامان او مزدوران شولو موږ یو چې هم کرو او هم رېبو! موږیو عالم ،ماهر دبشپړې ارادې خاوند رانه ورک دی په حقیقت کې کورنی مزدوران دکړکېچ اصلی عاملین دی کمونست دی او که غیر کمونست له سرپرستو وزیرانو یې را نیولې تر امرالله حنایت کاره یی درشمېره ………..رحمن بابا وایی:
    کاروبار دمصلحت په ژبه کیږی
    مصلحت دسلطنت په ژبه کیږی
    چې دچا خوله کې خوږه ژبه غړیږی
    دموچانو په شان خلک پرې بوڼیږی!
    بروفیسور ربانی کابل وواژه .بروفیسور سیاف دشیخانو صراف ورته دشهید فتوا ورکړه لکه نجیب ګاو ته چې ماهر کمونستان دشهید لقب ورکوی غبرګ زی یعنی کرزی او احمدزی دبن دمعاهدی قراردادیان یا دلالان د«پښتنو عام وژنه» خو دکورنی تاریخ تور داغ دی .
    امرالله بیا تف طفیلی جنایت کار ولس ته په نیم او نیم کله املاء او انشا ، کې څه وایی هغه هم دننګرهار منور،شاعر او لیکوال ولس ته ، به دې ولس څه شوی چې ګونګ دی؟

  3. شاغلۍ ع۰ شریف زاد تاسو ته هم سلام ، بلی دا کاملآ واقعیت دی چی یرغلګر افغانستان ته د خرڅ شوو افغانانو په کومک راغلل او همدا خرڅ شوی کمونیستان ، تنظیمونه او تربیه شوی دیموکراتان د اوسنی یرغلګر له خوا په کابل کښی ساتل کیږی او غوښتل کیږی چی طالبان هم د صلحی شعار لاندی ورسره ګډ کړی ، د یرغلګرو غلامان د حکومت په چوکات کښی بی ګناه افغانان وژنی او طالبان د جهاد تر شعار لاندی د افغان ملت په وژنه لګیا دی او ددی ملی خیانت پړه بیا د فریبی لپاره په یو او بل باندی سره اچوی نو شرائيط فعلآ خورا سخت دی چی څوک دداسی وحشیانو موجودیت کښی ځانونه علنی کړۍ شی اما دا ورځ راتلوونکی دی چی افغان ملی منورین مهاجران د ملت اواز خارج کښی پورته کړی نو بیا ممکنه کیدای شی چی ملی منورین افغانان د افغانستان په داخل کښي ځانونه علنی کړۍ شی نو ملی مهاجر منورین باید پدی برخه کښی د صادقانه اتحاد لپاره لاسونه سره ورکړی او په فعالیت شروع وکړی !!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب