دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+اسټرالیا د ویسټ انډیز پر وړاندې لوبو ته لوبډله اعلان کړه

اسټرالیا د ویسټ انډیز پر وړاندې لوبو ته لوبډله اعلان کړه

تاند ( سه شنبه، د ثور ۲۸مه) د اسټرالیا کرکټ بورډ له ویسټ انډیز سره د راتلونکو سیالیو لپاره ۲۳ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

په لوبډله کې مارنوس لابوشین او کېمرون ګرین نه دي اخیستل شوي.

د اسټرالیا له لوري اعلان شوې  لوبډله:

ارون فنچ (لوبډلمشر)، اشټون اګر، جېسن ب، الیکس کیري، پاټ کومنز، جوش هازلیووډ، موسیس هینریکس، مچل مارش، ګلین میکسویل، ریلي میریډټ، جوش فلېپ، جهي ریچارډسن، کین ریچارډسن، تنویر سانګها، ډارسي شارټ، سټیو سمیت، مچل سټارک، مارکس سټوینس، مچل سویپسون، انډري ټای، میتیو ویډ، ډیویډ وارنر او ادم زمپا.

د یادونې ده چې اسټرالیا به د ویسټ انډیز په کوربه توب ۴ نړیوالې شل اوریزې او ۳ نړیوالې يو ورځنۍ لوبې ترسره کړي.

دا لوبې د جولای په ۱۱مه پيل او د جولای تر ۲۵مې دوام کوي.

۴ شل اوریزې لوبې يې د جولای په ۱۱مه، ۱۳مه، ۱۵مه او ۱۷مه نېټه ترسره کېږي او دغه راز  ۳ یو ورځنۍ لوبې يې بیا د جولای په ۲۱مه، ۲۳مه او ۲۵مه نېټه ترسره کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب