جمعه, دسمبر 12, 2025
Home+مکسیکويي پېغلې په ۷۰ ښایسته پېغلو کې د ښکلا جایزه وګټله

مکسیکويي پېغلې په ۷۰ ښایسته پېغلو کې د ښکلا جایزه وګټله

تاند ( سه شنبه، د ثور ۲۸مه) د مېکسیکو یوې پېغلې اندریا میزا د (مس یونیورس ۲۰۲۱) کال د ښکلا جایزه وګټله.

هغه د څو نورو نجونو په منځ کې لومړی مقام خپل کړی او تاج يې په سر کړ.

اندریا میزا اوسمهال ۲۶ کلنه ده او د دې جایزې په ګټلو ډېره خوښه ده.

د راپورونو له مخې د ښکلا د جایزې (مس یونیورس) پروګرام په امریکا کې ترسره شو، چې اندریا میزا پکې د نړۍ د ۷۰ هېوادونو ښایسته پېغلو ته ماتې ورکړه.

د مس یونیورس سږني پروګرام د پېغلو د ښکلا ترڅنګ سیاسي پېغامونه هم لرل او ځینو پېغلو پکې سیاسي پېغامونه ورکړل.

د میانمار پېغلې له خلکو څخه د خپل هېواد لپاره د دعا غوښتنه کړې، د سنګاپور پېغلې بیا د خپل هېواد بېرغ درلود او له اسیا څخه کرکه مه کوئ پرې لیکل شوي و.

د يادونې ده چې د ښکلا څو بېلا بېلې سیالۍ په نړیواله کچه هر کال ترسره کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...