Homeخبرونهفاریاب کې د طالبانو کلیدي غړو، پاکستاني اتباع او یو شمېر وسله...

فاریاب کې د طالبانو کلیدي غړو، پاکستاني اتباع او یو شمېر وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند (سه شنبه د ثور ۲۸) د ۲۰۹ شاهین قول اردو په فاریاب ولایت کې د دوه ولسوالانو، څلورو قوماندانانو او درې پاکستاني وګړو په ګډون د ۳۴ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی.

د دغه قول اردو په یوه خبرپانه کې راغلي چې افغان هوايي ځواک د فاریاب پښتون کوټ ولسوالۍ په خواجه ناموسي سیمه کې د طالبانو پر یوه مهمه قرارګاه هوايي برید کړی دی.

سرچینه وايي په دې برید کې ۱۹ وسله وال طالبان وژل شوي، چې د المار لپاره د طالبانو ولسوال زین الله مشهور په خالد، د بالا مرغاب لپاره ولسوال نور الحق، د اندخوی لپاره د نظامي کمېسیون مسؤل ملا اسدالله ترکمن، یو سرګروپ ملا ریحان او درې پاکستاني اتباع هم شامل دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې همدې هوايي برید کې د فاریاب لپاره د طالبانو د نظامي مسؤل ملا شعیب په ګډون ۱۵ طالبان ټپیان شوي هم دي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو خبرپانه وايي، په عملیاتو کې د طالبانو ۱۸ وسایط، چې موټر او موټرسایکلونه دي له منځه وړل شوي او دوه شکمن کسان نیول شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...