تاند(سه شنبه، د ثور ۲۸) ملګري ملتونه خبر ورکوي چې پر غزې د اسراییلو د بریدونو له امله د دې سیمې زره ګونه کسان د خپلو اصلي مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.
د دغه سازمان د شمېر له مخې، تر اوسه ۳۸ زره کسان اړ شوي چې خپل کورونه پرېږدي او کډوال شي.
په دغو کسانو کې هغه ۲۵ زره کسان هم شامل دي چې د اسراییلو له لوري یې کورونه ویجاړ شوي دي.
ملګرو ملتونو ویلي چې له کډوالو سره یې د مرستو لړۍ پیل کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو اتو ورځو راهیسې پر غزې د اسراییلو بریدونه دوام لري.
د دغو بریدونو له امله تر اوسه ۱۸۱ فلسطینیان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.
په ورته وخت کې حماس ډلې اعلان کړی چې په تېرو ۱۲ ساعتونو کې د دوی له لوري پر اسراییلو ۱۹۰ راکیټونه ویشتل شوي چې درنه مرګ ژوبله پکې رامنځته شوې ده.
تر دې وړاندې هم د حماس ډلې په توغندویي بریدونو کې ګڼو اسراییلیانو ته د مرګ ژوبلې ادعا شوې وه.
د یادونې ده چې په غزه کې د اسراییل او حماس ترمنځ د تاوتریخوالی ۸ ورځې پوره شوې، خو لا هم د دغه جګړې د پای نښه نه ښکاري.
پر غزه د اسراییل پرله پسې بمبارۍ نړیوالې اندېښنې پیدا کړې او له اسراییل غوښتل شوي، چې ژر تر ژره دې هوايي بریدونه بند کړي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن د اسراییل او په غزه کې د فلسطیني وسلهوالو ترمنځ تر اته ورځیني تاوتریخوالي وروسته د اوربند غوښتنه کړې او په خبره یې چې د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ته یې ویلي چې امریکا د روان تاوتریخوالي پر پای ته رسېدو کار کوي.
د سپینې ماڼۍ د یوه بیان له مخې، چې بایډن له اسراییل غوښتي چې د ولسي وګړو د خوندیتوب لپاره پرله پسې هڅې وکړي.
دوی زیاته کړې، چې ولسمشر بایډن د اوربند او تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره د مصر په ګډون له ځینو شریکانو سره د امریکا د پرلهپسې هڅو یادونه هم کړې ده.
بلخوا جرمني، بریتانیا، مصر او فرانسې هم په غزه کې د روان تاوتریخوالي د ژر تر ژره درولو غوښتنه کړې او له اسراییل یې غوښتي چې د ولسي وګړو د مرګژوبلې مخنیوی وکړي.