یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد ملي امنیت شورا: طالبان خلک کډو کولو ته مجبوروي

د ملي امنیت شورا: طالبان خلک کډو کولو ته مجبوروي

تاند (سه شنبه د ثور ۲۸) وروسته له دې چې د میدان وردک ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري د دولتي تاسیساتو د ویجاړېدو راپورونه ورکړل شول، د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي چې دغه ډله د عامه نظم ګډوډولو او چور ته زمینه برابروي.

د ملي امنیت شورا ویاند رحمت‌الله اندړ نن سه شنبه/ د ثور ۲۸مه/ پر خپل ټویټر لیکلي چې د طالبانو ټول تمرکز په جګړه دی او په خبره یې دغه ډله په خپل ټول توان هڅه کوي چې ځينې ساحې د نيولو په نامه تخريب، خلک کډو ته مجبور، عامه نظم اخلال او چور ته زمینه برابره کړي.

د ښاغلي اندړ په خبره “طالبان پر ولسي او ملکي اهدافو فشار د دې لپاره واردوي چې ځانونه قوي وښیي او پر خلکو د بدې ورځې پړه هم بېرته پر حکومت واچوي.”

نوموړي زیاته کړې، طالبان له تروريستي ګروپونو سره ايډيالوژيکي او اقتصادي اړيکې لري چې ترمنځ یې واقعي پرېکون سخت دی.

رحمت الله اندړ په ټینګار سره ویلي چې د طالبانو په لیکو کې اوس هم بهرني اتباع شته دي، “د طالبانو په ليکو کې اوس هم بهرني اتباع عملاً په جګړه کې دخيل دي چې وخت پر وخت يې هويتونه برملا شوي دي، له همدې امله د امریکا او طالبانو تر منځ د دوحې هوکړه بیا و ارزول شوه. “

څه موده مخکې د ملي امنیت عمومي رئیس احمد ضیاء سراج هم ویلي و چې طالبان په افغانستان کې ۲۰ تروریستي ډلې رهبري کوي او په وینا یې چې هېڅ تروریستي ډله د طالبانو له همکارۍ پرته په افغانستان کې فعالیت نشي کولی.

طالبانو تازه په دې هکله کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې مخکې یې په خپلو لیکو کې د بهرنیو جنګیالیو حضور رد کړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب