سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهټولګټو وزارت: د کابل - کندهار لویه لار بیارغول کېږي

ټولګټو وزارت: د کابل – کندهار لویه لار بیارغول کېږي

تاند (سه شنبه د ثور ۲۸) د افغانستان د ټولګټو وزارت وايي په پلان کې لري چې د کابل – کندهار لویه لاره په اساسي ډول ترمیم او د بیا رغونې چارې یې پیل کړي.

د ټولګټو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دې سړک د سروې او ډیزاین لومړني کارونه پیل شوي چې له بشپړېدو سره به یې د بیارغونې چارې هم پیل شي.

دغه وزارت وايي، سړکونه ملي شتمني ده، نو باید په ساتنه او پالنه کې یې هر افغان ونډه واخلي.

دغه وزارت وروسته له دې د کابل – کندهار سړک د بیا ترمیم خبره کوي چې د ملي دفاع وزارت تېره ورځ وویل چې طالبانو د میدان وردک ولایت په نرخ ولسوالۍ کې سړکونه، پلونه، پلچکونه او نور عامه ځایونه ویجاړ کړي دي.

د ټولګټو وزارت د میدان وردک ولایت له ځوانانو هم مننه کړې چې د دې ولایت اړوند کابل ـ کندهار لویې لارې هغو برخو په بیارغونه کې مرسته کوي کوم چې د دوی په ټکو د وسلوالو مخالفینو له لوري د سړک غاړې بمي چاودنو او له ټاکلي اندازې څخه د ډېر باروړنکو موټرو له لوري ویجاړې شوې وې.

2 COMMENTS

  1. ONE MASSAGE TO AFGHAN GOVERNMENT;
    IN MANY VILLAGES/ROADS AND HOUSES TALIBS PUT MAINS AND EXPLOSIVE MINERALS;
    AFGHAN GOVERnMENT MUST OPEN ONE PROJECT IN ALL PROVINCE AND TRAINING
    MORE PROFESSIONAL PERSONAL FOR MAIN CLEANING.
    MOST PEOPLES EVERY DAY DIE FROM MAINS,
    THIS NECESSARY TO DO ACT ABOUT MAIN CLEANING.
    THANK YOU
    razmohammed kamawal

  2. د دولت به ډېره بودجه پرې مصرف شي او ترڅنګ یې امکان لري فساد هم پکې وشي، خو وروسته له دې به یې ناخلفه زوی (ټالبان) په خورا لېوالتیا او افتخار سره پر بمونو والوزوي او خپل باداران به یې یوازې پر آفرین شاباس باندې ونازوي!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب