شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهاتمر: ټول مجرمان به په هېواد کې دننه او یا بهر په...

اتمر: ټول مجرمان به په هېواد کې دننه او یا بهر په سزا ورسېږي

تاند(سه شنبه، د ثور ۲۸) د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر په کابل کې د یو خبري کنفرانس په ترڅ کې وویل، چې دوی د هاګ د جرمونو نړیوالې محکمې له چارواکو سره هوکړې ته رسېدلي تر څو هر هغه څوک چې په افغانستان کې د جرمونو مرتکب شوي په هېواد دننه یا له هېواده بهر به سزا ورکړل شي.

نوموړي وویل، چې د افغانانو هر قاتل باید په یاد ولري چې ترسره کېدونکي جرمونه به يې مستند او هغه به څېړل کېږي او مجرمان به محکمې ته کشکول کېږي.

اتمر همدارنګه زیاته کړې، چې د سولې هدف په هېواد کې روانو جرمونو ته د پای ټکي اېښودل دي.

د هغه په خبره افغان حکومت سولې ته ژمن دی او د استانبول پر کنفرانس يې د ترکیې او پاکستان له بهرنیو چارو وزیرانو سره خبرې کړې دي.

د یادونې ده چې تېره ورځ د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي له خپل افغان سیال حنیف اتمر سره په یوه تلیفوني مکالمه کې ویلي دوی غواړي چې ژر تر ژره په افغانستان کې روانې جګړې پای ته ورسېږي او دلته دایمي اوربند رامنځ ته شي.

د هغه په خبره چین د افغانستان خپلواکۍ او ملي حاکمیت ته درناوی لري او له دغه هېواد به خپل هر اړخیز ملاتړ ته ادامه ورکوي.

وانګ یي زیاته کړې چې دوی تل په افغانستان کې د سولې د راوستو لپاره هڅه کړې ده او بیا هم هڅه کوي چې په دغه هېواد کې ښکېل اړخونه ژر تر ژره د خبرو له لارې یوې پایلې ته ورسېږي او روانه جګړه د تل لپاره ختمه شي.

هغه د سیمې پر هېوادونو هم غږ کړی دی چې له افغان سولې سره بشپړه او هر اړخیزه همکاري وکړي.

چینایي لوري همدا راز ویلي چې افغانستان یې په سیمه کې ښه ملګری هېواد دی او د سولې د راتګ په صورت کې د دواړو لورو ترمنځ پراخ اقتصادي فرصتونه موجود دي.

1 COMMENT

  1. د جنګي جنایتکارانو لست که له دولت سره نه وي ، ولس به مرسته ورسره وکړي . حکیم شجاعي ، عبدالغني مشهور په علیپور ، عبدالحمید خراسپکاني ، عبدالرشید دوستم تر ټولو مشهور جنګي جنایتکاران دی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب