دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهننګرهارکې د هندواڼو سږنی حاصل ۷۹ زره ټنه اټکل شوی

ننګرهارکې د هندواڼو سږنی حاصل ۷۹ زره ټنه اټکل شوی

تاند ( دوشنبه، د ثور ۲۷مه) د ننګرهار د کرنې ریاست مسوولان وایې، سږکال به  په ننګرهار کې د هندواڼو حاصلات د تېر په پرتله ۱۵ سلنه زیات وي.

د کرنې ریاست د کرنیزو خدماتو امر عبدالوارث تاند وايي، چې د دې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې په نیږدې ۲۰۰۰ هکتاره ځمکه هندواڼې کرل شوي دي.

د تاند په خبره په همدې سره به دوی سږکال ۷۹ زره میټریک ټنه حاصل ولري.

نوموړی وايي، د ننګرهار اقلیم د هر ډول تازه میوو او سبزیجاتو لپاره مناسبه ده، نو له همدې امله يې کرونده ګر د هندواڼو له حاصل او مارکیټ  څخه هم خوښ دي.

 عبدالوارث تاند وایي اوسمهال د ننګرهار په اتو ولسوالیو کې څلور ډوله هنډواڼې کرل شوي او په خبره یې هڅه کوي راتلونکو فصلونو کې د هندواڼو کښت ته نوره هم وده ورکړي.

بل لور ته کروندګر که څه هم د هندواڼو له سږنیو حاصلاتو خوښ دي، خو د کار پر وړاندې د مناسب بازار نشتون، د اوبو او کیمیاوي سرو کموالی لویې ستونزې یادوي.

دوی وایي هرکله یې حاصل ښه وي خو د مناسب بازار د نشتون له امله یې حاصل دوی ته په تاوان تمامېږي.

خو د کرنې ریاست مسوولان بیا د هرا راز ستونزو د حل ډاډ ورکوي او وایي راتلونکي ته به په کرنیزه برخه کې د بزګرانو غوښتنو ته رسېده ګي وکړي.ش

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب