Homeخبرونهجنرال میلر: د طالبانو له اقداماتو داسې ښکاري چې سږنی دوبی به...

جنرال میلر: د طالبانو له اقداماتو داسې ښکاري چې سږنی دوبی به تر ټولو خونړی وي

تاند(دوشنبه، د ثور۲۷) په افغانستان کې د ناټو  او امریکايي پوځیانو عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر وايي، اوس پر هغو خطرونو تمرکز کوي چې د دوی ځواکونو ته متوجه دي.

جنرال میلر د بي بي له نړیوال تلویزیون سره په مرکه کې وویل، د دوی ځواکونه د افغانستان راتلونکې ته د پېښ ګواښ په اړه هم غور کوي.

ده همداراز وویل، د اختر له اوربنده وروسته د طالبانو خوځښتونو ته ځیر دی خو باور لري چې طالبان به تر پخوا هم بریدونه زیات کړي.

جنرال میلر د بي بي د خبریالې لیزدوسیت د دې پوښتنې په ځواب کې چې ډیر کسان فکر کوي چې سږنی دوبی به د افغانستان تر ټولو خونړی اوړی وي، وویل «هو، ما هم همداسې اورېدلي او د طالبانو له اقداماتو هم دغسي ښکاري. طالبانو د بېلابېلو ولایتونو پر مرکزونو فشار زیات کړی دی.»

ده په عین حال کې وویل چې افغان امنیتي ځواکونه د طالبانو د مخنیوي توان لري.

جنرال میلر په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو وروستی قوماندان دی او تر بل هر قوماندان یې په افغانستان کې ډېر وخت د قوماندان په توګه تېر کړی دی.

1 COMMENT

  1. ناخلفه زوی(ټالبانو) په کلکه هوډ کړی چې ورور وژنې ته به د پاکستان په ګټه په ډېره لېوالتیا سره دوام ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...