تاند(دوشنبه، د ثور۲۷) د جګړې د درولو په اړه د نړیوالو له غوښتنو سره سره اسراییلي جنګي الوتکو نن سهار په غزې کې پر څو ځایونو درنې بمبارۍ وکړې.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د اسراییلي الوتکو د بمباریو له کبله د غزې ښار له شماله تر جنوبه په ګڼو سیمو کې زورورو چاودنو لس دقیقې دوام وکړ او سیمه ییز چارواکي وايي چې په نتیجه کې یې برېښنا پرچاو شوه او سلګونو ودانیو ته سخت زیانونه واوښتل.
د نن سهار بمبارۍ د تېرو ۲۴ ساعتونو تر حملو، چې ۴۲ فلسطینیان پکې ووژل شول، خورا شدیدې وې.
د نن سهار د حملو د مرګ ژوبلو شمېر لا څرګند نه دی خو تر دغو بریدونو مخکې تر تېرې شپې پورې په غزې کې د ټولو وژل شویو کسانو شمېر ۱۹۷ او په اسراییل کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۰ تنه اعلان شوی و.
اسوشیتیدپریس خبري اژانس د نننۍ دوشنبې سهارنۍ بمباري د اسراییل او حماس ترمنځ په روانه جګړه کې تر ټولو اوږده او سخته بمباري بللې ده.
د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو په یوه تلویزیوني وینا کې وویل، حملې به په کلکه دوام وکړي چې د ده په وینا حماس سختدریځه ډله یې بیه پرې کړي.
اسراییل همداراز ادعا کړې چې په وروستیو بمباریو کې یې د حماس د ۹ قوماندانانو کورونه په نخښه کړي دي.
په همدې حال کې د بې پولې خبریالانو ټولنې په غزه کې د رسنیو پر ودانۍ د اسراییل د بمبارۍ پر خلاف د هېګ نړیوالې محکمې ته شکایت کړی دی.
دوی د روم د کړنلارې د اتمې مادې پر اساس د اسراییل اقدام جنګي جنایت بللی دی.
پرون د اسلامي هیوادونو د همکارۍ سازمان ۵۷ غړیو نن د دې سیمې د وضعیت په اړه بیړنۍ غونډه وکړه.
د سعودي عربستان په مشرۍ د اسلامي همکارۍ سازمان د بیړنۍ غونډې په اعلامیه کې راغلي«موږ د اسراییل له لوري د مسجدالاقصي د بې حرمتۍ نه کولو غوښتونکي یوو.»
په اعلامیه کې د اسراییل له لوري د فلسطینیانو وژنې غندل شوي او اسراییل یو غاصب ځواک بلل شوی دی.