Homeخبرونهد فاریاب نوي والي په یوه نظامي اډه کې خپله دنده پيل...

د فاریاب نوي والي په یوه نظامي اډه کې خپله دنده پيل کړه

تاند (دوشنبه د ثور ۲۷) د فاریاب لپاره نوي نومول شوي والي خپله دنده د ولایت مقام پر ځای په یوه نظامي اډه کې پيل کړه.

محمد داوود لغماني په داسې حال کې په میمنې ښار کې د ملي اردو په لومړۍ لېوا کې خپله دنده پيل کړه او د معرفت مراسم یې ترسره شول چې په دې ښار کې د نوموړي پر ضد لاریونونه روان دي. 

راپورونه وايي د دوستم پلویانو د میمنې ښار د اعتراض په ډول تړلی او ویل کېږی چې داوود لغمانی هم د همدې اعتراضونو له امله په یاده لېوا کې معرفي شو.

وروسته له هغه چې ولسمشر غني محمد داوود لغمانی د والي په توګه معرفي کړ د جنبش ګوند له مخالفت سره مخامخ شو.

ویل کېږي تېره ورځ د دې ګوند مشر مارشال دوستم خپلو پلویانو ته امر کړی چې نوي والي ته اجازه ورنه کړي چې د ولایت مقام ته د ننه شي.

1 COMMENT

  1. وحید
    لغمانیانو د ظاهرشا له وخته فاریاب او نورو ولایتو کی د معلمینو به توګه کار اوخدمت کړی د شمال او جنوب کم معاشه لغمانی معلمین دمعارف خدمت کی و دفاریاب خلکو باندی احمدظاهر ډیر ګران دی خو یو سیاسوین یی باسواده تعلیم بافته لغمانی والی نه منی وا د فاریاب ولسه بریږدی چی خدمت درته وکی دا لغمانیان دیر باستعداده خلک دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...