Homeخبرونهد ولسي جرګې غړي: طالبان دې تاوتریخوالی بس او د سولې خبرې...

د ولسي جرګې غړي: طالبان دې تاوتریخوالی بس او د سولې خبرې پیل کړي

تاند ( دوشنبه، د ثور ۲۷ مه)  د ولسي جرګې غړي وایي، وسلوالو طالبانو بیا ځلی تاوتریخوالي ته زور ورکړی چې دوی یې اندېښمن کړي دي.

د ولسي جرګې ګڼو غړو د ننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال وویل چې د اختر په ورځو کې بشپړ اوربند نه و تامین او په ځینو سیمو کې امنیتي پېښو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

وکیلان وایي چې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي ډېرول د سولې خبرې له خنډ او ځنډ سره مخ کولی شي.

د دغې جرګې رییس میر رحمان رحماني وایي چې طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي او اوربند ته دې ادامه ورکړي.

دده په خبره د تاوتریخوالي د ډېرېدو په صورت کې طالبان د سولې خبرې له ځنډ او خنډ سره مخ کوي چې د بیګناه افغانانو د وژل کېدو سبب ګرځي.

د ولسي جرګې ځینو غړو دغه راز پر حکومت هم نېوکې وکړې چې ګواکې د سولې لپاره اړین اقدامات او هڅې نه ترسره کېږي او دې هر څه د خلکو ژوند ته خطرونه جوړ کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له لوري د اختر په مناسبت تر درې ورځني اوربند وروسته یو ځل بیا طالبانو د افغان ځواکونو پر وړاندې بریدونه ډېر کړي او په ترڅ کې یې دواړو غاړږ ته د مرګ ژوبلو راپورونه ورکول کیږي.

ورته مهال ځینو بهرنیو رسنیو خبر ورکړی چې وسلوالو طالبانو د ترکیې ناسته کې د ګډون په موخه نوی شرط وړاندې کړی دی.

د راپورونو په حواله، طالبانو ویلي چې د افغانستان په اړه ناسته کې ګډون کوي؛ خو وایي دا غونډه دې هم په قطر کې ترسره شي.

د طالبانو له لوري د دې شرط په اړه تر اوسه افغان حکومت او یا هم په دغه غونډه کې د نورو هېوادونو ګډون کوونکو استازو څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...