جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهغزني کې ماین چاودنې ۶ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله

غزني کې ماین چاودنې ۶ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله

د غزني ولایتي چارواکي وایي، د دې ولایت په خواجه عمري ولسوالي کې د سړک غاړې ماین چاودنې ۴ تنه ملکي وګړي وژلي او دوه تنه نور یې ټپیان کړې دي.

د دغه ولایت د والي ویاند واحد الله جمعه زاده وایي، دا چاودنه د شنبې په ورځ ماښام رامنځ ته شوې ده.

نوموړی زیاتوي چې چاودنه هغه مهال شوې کله چې د یادو ملکي وګړو موټر د خواجه عمري ولسوالي په دېنه هال سیمه کې په یو ځای پر ځای شوي ماین ور برابر شوی دی.

هغه وایي، دې پېښه کې څلور ماشومان چې عمرونه یې له ۱۶ تر ۱۸ کلونو پوري وو وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان شوې دي.

د غزني د والي ویاند همدا راز زیاتوي چې دغه کسان د غزني مرکز اړوند د قاضي کلا اوسېدونکي وو چې سلطان بند ته د چکر لپاره تللي وو، کله چې بیرته له هغه لوري غزني ته راتله پر دغه ماین وربرابر شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اختر په لومړۍ ورځ هم په خواجه عمري ولسوالي کې د ملکي کسانو یو موټر د سړک غاړې پر ماین وربرابر شوی وو چې یو کس په کې وژل شوی وو او یو بل ټپي وو.

وسله والو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

د دې ترڅنګ د لوګر ولايت د برکي برک ولسوالي اړوند «لغټک» سيمه کې هم د ملکي وګړو په يو کور د هاوان مرمۍ لګېدلې چې د ښځو او ماشومانو په ګډون په کې درې کسان وژل شوي او ۶ نور ټپيان شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب