جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeروغتیاانګور سرطان ضد او ميکروبي ضد اغيز لري

انګور سرطان ضد او ميکروبي ضد اغيز لري

وروستۍ څيړنې د دې ښودنه کوي چې دغه ميوه د سرطان، سينې، پروسټاټ ،او ځيګر د سرطان په مخنيوي کې ډير اغيز لري.

 که انګور له ډوډۍ مخکې وخوړل شي وزن کموي په داسې حال کې چې که له ډوډۍ سره وخوړل شي د چاغښت سبب کيږي.

يوې خبرې ته بايد پام وکړو چې له انګورو وروسته اوبه ونه څـښل شي او له انګورو سره يوڅای وچه ميوه هم تاوان لري ځکه په دواړو حالاتو کې د نس دردونه پيداکوي. دغه ميوه همداراز وينه پاکوي او د وينې په جوړيدا کې ېې اغيز جوت شوى دى.

دغه ارزښتمنه ميوه د وينې د قند یا خوږو انډول ساتي او کارپوهان وايي چې سره انګور د شنو  په پرتله د وينې په جوړولو او تصفې کې ښه تاثير لري نو هغه کسان چې د وينې خواږه يې کم دي هغو ته دغه ميوه ډيره ګټه لري داچې وايي دغه ميوه سرطان ضد ده علت يې دادىچې انګور ميکروبي ضد اغيز لري او له دې لارې د سرطان مخه هم نيسي هغه کسان چې ناروغۍ يې تيرې کړي وي يا هغه کسان چې دفاعي سيسټم ېې کمزورى وي بايد انګور، ګازرې، مڼې او شفتالو ډير وخوري.

 همدراز انګور پريمانه پټاشيم لري چې د بدن کمزورۍ جبرانولاي شي او د وينې له فشار سره مرسته کولاي شي.

دغه ميوه دزړه ،پښتورګواوسږو لپاره ګټه لري اودمالګواو کاني مو موادود درلودلوله امله ملين اومدررخواص لري هغو کسانو د دې ميوې سپارښتنه کو چې په نقرص ناروغۍ اخته وي همداراز هغه سرخوږ چې قبضيت، بې اشتهايي، نفخ او باد او خولې بد بوي هم ورسره وي د انګور د اوبو په خوړلو سره يې معالجه شونې ده.

د دغې ميوې بل محصول يعنې مميز هم دبدن دعمومي تقوې سبب کيږي او د سنيې د نرم کولو او د ستونې د دردونو لپاره ښه دي همداراز هغه کسان چې د وينې لوړ غوړلري د هغو لپاره يې سپارښتنه کوو.

د انګوروغوره ميکروب ضد تاثيرات لري او کله لا سلاد سره وخوړل شي نو وزن هم ورسره کميداي شي خو که د انګورو غوره يوازې وخوړل شي معدې ته تاوان لري همداراز بايد اميندواره ښځې يې ونه خوري ځکه چې ادرار زياتوي او ممکنه ده د سقط جنين سبب شي.

ډاکتر عیسي ستانکزی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب