جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد سرپرست وزیرانو د کار پر دوام د ولسي جرګې د غړو...

د سرپرست وزیرانو د کار پر دوام د ولسي جرګې د غړو نیوکې

تاند (دوشنبه، د ثور ۲۷مه) د ولسي جرګې یو شمېر غړو د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پرمهال له حکومت نه غوښتنه وکړه، چې ژر دې په حکومت کې د سرپرستۍ پروسه ختمه کړي.

دوی وویل، په وزارتونو کې د سرپرستۍ دوام تر ټاکلې مودې وروسته غیر قانوني کړنه ده او په اداراتو کې د کمکارۍ او فساد سبب ګرځي.

د یادې جرګې ځینې غړي وایي حکومت دې ژر تر ژره سرپرست وزیران د باور رایې اخیستلو لپاره ولسي جرګې ته ور معرفي کړي او هغه وزیران چې د باور رایه یې نه ده ترلاسه کړې باید له دندې ګوښه کړل شي او پر ځای یې نوي کسان ولسي جرګې ته ورمعرفي کړل شي.

د ولسي جرګې غړو د دې جرګې پر ادارې پلاوي هم نیوکه وکړه، چې د سرپرست وزیرانو پر وړاندې قانوني اقدام نه کوي او په دې برخه کې بې پروا دي.

د یادونې ده، چې شاوخوا اته میاشتې وشوې، چې شپږ وزارتونه او د افغانستان بانک ریاست، سرپرستان اداره کوي او لا هم نه ده معلومه، چې حکومت به کله دغو ادارو ته نوماندان معرفي کړي.

د کورنیو چارو، پوهنې، د کلیو د بیارغاونې او پراختیا، اطلاعاتو او کلتور، مالیې ، عامې روغتیا او ښځو چارو وزارتونه او د افغانستان بانک هغه ادارې دي، چې له څو میاشتو راهیسې د سرپرستانو له لوري اداره کیږي.

قانون پوهان وایي، د قانون له مخې په دولتي ادارو کې سرپرستان یوازې تر دوو میاشتو د ادارو سرپرستی کولای شي او حکومت باید د دوو میاشتو له تېرېدو وروسته دغو ادارو ته نوي نوماند وزیران یا رئیسان معرفي کړي.

1 COMMENT

  1. د قانون پوهانو خبره سمه ده ، خو ټېکه داران زما مقصد د ولسي جرګې ځینې غړي لکه چې بې خرڅه شویدي ، غواړی بیا یو څه کمیشن ترلاسه کړي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب