جمعه, فبروري 6, 2026
Home+د آسټرالیايي مېټ واده او د راشدخان مبارکي

د آسټرالیايي مېټ واده او د راشدخان مبارکي

تاند ( دوشنبه، د ثور ۲۷مه) د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې ځوان توپوهونکي مېټ رېنشا یوه میاشت وړاندې واده کړی او د نړۍ مشهورو کرکټرانو ورته د مبارکۍ پيغامونه استولي دي.

مېټ ۲۵ کاله عمر لري او د اسټرالیا ملي لوبډلې توپوهونکی دی.

نوموړی په بیګ باش کې د افغان لوبغاړي  راشد خان سره یو ځای په اډیلیډ سټرایکرز لوبډله کې لوبېږي.

مېټ رینشا له جوسي سره واده کړی خو د واده انځورونه یې تېره ورځ په خپل انسټاګرام خپاره کړي دي.

راشد خان هم د رينشا انځور به په کمنټ کې هغه ته مبارکي ویلې ده.

مېټ رینشا د اسټرالیا لپاره ۱۱ ټېسټ لوبې ترسره کړې دي، چې ۶۳۶ منډې يې کړې دي یوه سلیزه او ۳ پنځوسیزې لري.

د کرکټ د مشهورو لوبغاړو ودونه ډېر کله دخلکو د پام وړ ګرځي او په ټولنیزو رسنیو کې پرې سختې تبصرې کېږي.

د رېنشا ګڼو مینه والو هم هغه ته د واده مبارکيانې ورکړي او د خوښ ژوند هیلې یې ورته کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...