جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeکلتورسینماد الو ارجن نوی فلم (پشپا) د روان کال د اګسټ په...

د الو ارجن نوی فلم (پشپا) د روان کال د اګسټ په ۲۱ نندارې ته وړاندې کیږي

تاند ( دوشنبه، د ثور ۲۷ مه)  هندي رسنۍ وایي، تېلګو سینما د مخکښ اداکار الو ارجن نوی فلم چې مینووال یې ورته په تمه دي د روان د اګسټ میاشتې په ۲۱ نېټه نندارې ته وړاندې کیږي.

د یاد اداکار دا نوی فلم (پشپا) به په دوه برخو کې نندارې وړاندې شي.

د دې فلم لنډ ترېلر ( اعلان) چې څه وخت مخکې نندارې ته ورکړل شو نو د مینووال یې ډېر خوښ او ریکارډ جوړ کړ.

د دغه فلم پروډیوسرانو ویلي چې د (پشپا) په نوم دا فلم به په دوه برخو کې خپور شي.

دوی وایي چې لومړۍ برخه به یې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۳مه نېټه نندارې ته وړاندې شي او دویمه برخه به يې بیا په ۲۰۲۲ کال کې نندارې ته وړاندې کړي.

د الو ارجن (پشپا) فلم په پنځه ژبو نندارې ته وړاندې چې تیلګو، تامل، هندي، کناډا او ملیالم ژبې پکې کارول شوې دي.

د ( پشپا) فلم ډایریکټر او لیکوال سوکمار دی چې له الو ارجن سره يې مخکې ډېر مشهور فلم (اریا) هم جوړ کړی و.

په دې فلم کې الو ارجن د پشپا راج کردار لوبوي چې فهد فاصل او رشمیکا مندانا هم پکې مهم کردارونه لوبولي دي.

د معلوماتو له مخې، رشمیکا مندانا او الو ارجن په لومړي ځل یو فلم کې ګډ کار کړی چې دواړو په نړیواله سطحه مشهور اداکاران دي.

الو ارجن په خپل نوي راتلوونکي فلم ( پشپا) کې د یوې ځنګلي قبیلې د یوه ځوان کردار لوبولی دی.

د دغه فلم لومړی اشتهار (زېګنال) په یوټیوب کې ۶۵ میلیونه کسانو کتلی او خوښ کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب