جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+هند: د کورونا ناروغانو ته فلمي لوبغاړي اکسیجن رسوي

هند: د کورونا ناروغانو ته فلمي لوبغاړي اکسیجن رسوي

تاند ( دوشنبه، د ثور ۲۷ مه) په هند کې د کورونا درېیمې څپي د ناورین د مخنیوي هڅې لاهم ګړندۍ روانې دي.

په یاد هېواد کې د کورونا د مخنیوي په پار د کرکټ د لوبغاړو ترڅنګ په زیات شمېر هندي فلمي ستورو هم مرستې پيل کړې.

له امیتاب بچن ،سلمان خان ،سونو سود هغه هندي فلمي ستوري دي، چې په لومړیو کې یې کورونا ځپلو سره مرستې کړې وې.

دغه راز ویرات کوهلي او انوشکا هم د کورونا ځپلو لپاره ۱۱۰ ملیونه روپۍ را ټولې کړې وې.

د بالیووډ د اداکارانو د مرستو په دوام تازه اکشی کمار او ټوینکل کهنا روغتونونو ته اکسیجن رسوي.

اکشی او مېرمن یې ټوینکل دا ژمنه څو ورځې وړاندې کړې وه.

دوی ویلي وو، چې د کورونا له ناروغانو سره به ۱۰۰ دانې د اکسیجن کنسنټریټر مرسته کوي.

ټَوينکل په خپل ټوېټر لیکلي، چې دوی دا مرسته نن وکړه او خپله ژمنه یې پوره کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب