جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهامریکا او پاکستان د افعانستان د روان وضیعت په اړه خبرې کړي

امریکا او پاکستان د افعانستان د روان وضیعت په اړه خبرې کړي

تاند ( دوشنبه، د ثور ۲۷ مه)  د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دغه وزارت وزیر شاه محمود قریشي تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلېنکن سره د افغانستان پر وضیعت او سوله ټلیفوني خبرې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دغو ټلیفوني خبرو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کمېدو، د تلپاتې اوربند پر اعلان او سیاسي حل لارې ته د رسېدو په موخه له اوسني فرصت پر ګټې اخیستنې ټینګار کړی.

خبرپاڼه وایي، قریشي زیاته کړې چې په افغانستان کې تلپاتې سولې ته رسېدل د ټولو مسولیت دی.

سرچینه وایي چې قریشي په مسولانه ډول له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو هم ټینګار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې تر درې ورځني اوربند وروسته یو ځل بیا تاوتریخوالي زور اخیستی چې پر مهال یې دواړو لورو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبرونه ورکړل شوي دي.

د دې تر څنګ ټاکل شوې چې راتلونکي موده کې د افغانستان سولې په تړاو په ترکیه کې هم یوه برخلیک ټاکوونکي غونډه ترسره وشي.

که څه هم طالبانو په دې غونډه کې خپل ګډون رد کړی و، خو اوس تازه ځینو بهرنیو رسنیو خبر ورکړی چې طالبان په دې ناسته کې ګډون ته په دې شرط چمتو شوي چې وروستۍ خبرې به په دوحه کې ترسره کیږي.

1 COMMENT

  1. د ناخلفه زوی(ټالبانو)له لاسه اوس پاکستان له افغانستان څخه د باج اخیستلو شرطونه لري:
    1. ډیورنډ کوښه ومنئ.
    2. له هند سره اړیکې چې پالې باید له موږ(پاکستان)څخه به اجازه اخلې.
    3. د کابل سد او مرستیالانو پر اوبو به غرض نه لرې.
    4، منځنۍ آسیا ته به زما هرډول تجارتي مالونه بېدونه له کوم ممانعت څخه ځي.
    5. موږ چې کوم تولیدات لرو تاسو باید هماغه واخلئ.
    دغه یې مهمې غوښتنې دي، چې پر ناخلفه زوی باندې له افغان حکومت سره سودا کوي، که دولت دغه پورته خبرې ومني نو پاکستان چمتو دی چې ټول ټالبان له خپل ملک څخه وباسي او دولت ته یې وسپاري

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب