Homeخبرونهقطر او افغانستان د اړیکو د لاپراختیا لپاره نوې هوکړې کوي

قطر او افغانستان د اړیکو د لاپراختیا لپاره نوې هوکړې کوي

تاند (دوشنبه د ثور ۲۷) قطر وايي، له افغانستان سره په اقتصادي، سوداګریزه او سیاسي برخه کې د اړیکو د پراختیا په لټه کې دي او هڅه کوي په افغانستان کې د پانګونې له لارې له افغانانو سره د ودې او پرمختګ په برخه کې همکاري وکړي.

دغه خبره په کابل کې د قطر سفیر سعد بن مبارک د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر محمد حنیف اتمر سره د لیدنې پر مهال کړې.

د بهرنیو چارو وزارت له لوري په یوه بیان کې راغلي، په دې لیدنه کې ښاغلي مبارک وویل چې د افغانستان او قطر ترمنځ د اړیکو پراختیا د دواړو هېوادونو په ګټه ده، نو باید پراختیا ومومي.

د بیان له مخې ښاغلي اتمر قطر د افغانستان ښه ملګری هېواد هېواد وباله او زیاته یې کړه چې د سولې په برخه کې ددغه هېواد مرستې خورا مهمې دي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي چې دواړو لوریو ټینګار وکړ چې د اړیکو د لا پراختیا لپاره به نوې هوکړې رامنځ ته کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...