Homeخبرونهلوګر کې د هاوان مرمۍ نهو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

لوګر کې د هاوان مرمۍ نهو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند (دوشنبه د ثور ۲۷) په لوګر ولایت کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدو له امله درې کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

ځایي اوسیدونکو ویلي چې تېر ماښام د لوګر برکي برک ولسوالۍ اړوند لغټک سیمه کې د ملکیانو پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلې، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون درې کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي.

د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند بیا وایي چې د هاوان دا مرمۍ د طالبانو له خوا توغول شوې ده.

طالبانو بیا تر اوسه په دې هکله خپل نظر نه دي څرګند کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموزات هنر و زیبایی| پوهاند دودیال

(قسمت دوم)   قسمت اول این مقاله بحث عمومی در مورد هنر و زیبایی بود؛ آنچه متاسفانه طی سالیان اخیر در کشور ما نه تنها فراموش...