جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهچارواکي: طالبانو د نرخ ولسوالۍ ودانۍ نړولې

چارواکي: طالبانو د نرخ ولسوالۍ ودانۍ نړولې

تاند (دوشنبه د ثور ۲۷) افغان چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د میدان وردک ولایت نرخ ولسوالۍ ودانۍ “لوټې لوټې” کړې ده.

د حکومت د رسنیو مرکز مشر دواخان مینه پال له خلکو غوښتي چې چاته دې اجازه نه ورکوي څو د ملکیانو کورونه او کلي ویجاړ کړي.

ښاغلي مینه پال نن دوشنبه/ د ثور ۲۷/ پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، «دا دمیدان وردگو ولایت د نرخ ولسوالۍ ودانۍ ده، چه طالب ترهګرو لوټي، لوټي کړې ده، داوحشي ډله غواړي ټول وطن همداسي لوټي، لوټي کړي. د پاکستان دې اجیرو ملیشو ته اجازه مه ورکوئ چه کلي او کورونه مو درته ویجاړ کړي.»

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې هکله کوم څه نه دي ویلي.

دواخان مینه پال په دې هکله نور جزیات نه دي ورکړي، خو د میدان وردک ولایت ځایي چارواکو د تېرې چهارشنبې په ورځ/ د ثور ۲۲مه/ د نرخ ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړ.

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان د نرخ ولسوالۍ تر سقوط یوه ورځ وروسته وویل چې دغې ولسوالۍ ته تازه دمه کمانډو ځواکونه رسېدلي دي او په خبره یې چې ډير ژر به د وسله والو طالبانو له حضور څخه پاکه شي.

3 COMMENTS

  1. ټالب هغه منفوره او جاهله ډله ده چې غواړي ټول افغانستان یو ځل بیا همداسې لوټه ، لوټه کړي .
    وطندوستو او پر افغانستان مینو هېوادوالو ، مهرباني وکړئ ، د دغې انسان وژونکې ډلې پرضد د خپل زړور وسله وال پوځ او خپل ملي اسلامي دولت ملاتړ وکړئ او د ټالبانو ، ګلم جمانو او د ملي وحدت ضد ډلو ټول شوم پلانونه رسوا کړئ .

  2. تر طالب حرموني بې غیرته او بې شرمه طایفه والله که د نړۍ په هيڅ ګوټ کې ومومئ. پر دې حرمونو خو ماچه سپۍ هم شرف لري که څوک یې وړو ته خوله ورواچوي حتما ور غاپي. خو که د طالب حرمونی په ناموس هم پاکستان داړه واچوي دوی یې په مړو سترګو ګوري او چوپه خوله ورته کښېني لکه دا اوس. ستاسو د افغانیت په شمله کې یې درومڼدم بې غیراتانو. پاکستان مو هره ورځ کور، کلی، سرک، روغتون، مدرسه، پلونه او تاسیسات ورانوي او تاسې د سپی زامن ورته ګورئ. ږېرې وخریئ او شملې له سره لرې کړئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب