جمعه, سپتمبر 27, 2024
Home+د پښتو ژبې نوموتی لیکوال او شاعر سلیم راز ومړ

د پښتو ژبې نوموتی لیکوال او شاعر سلیم راز ومړ

تاند ( دوشنبه، د ثور ۲۷مه) د پښتو ژبې نوموتی لیکوال، شاعر او څېړونکی سلیم راز د ۸۲ کالو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

 د ښاغلي سليم راز څه کم ۵۰ بېلابېل اثار چاپ شوي دي.

 د د زخمونو پسرلی (شعري ټولګه، زه لمحه لمحه قتلېږم (شعري ټولگه)، تنقيدي کرښې (کره کتنه،له باړې تر باړه گلۍ (راپورتاژ، يونليک) او  ادب او تنقیدي مسایل يې مشهور کتابونه دي.

د معلوماتو له مخې تنقيدي کرښې (کره کتنه) یې یو له هغو آثارو څخه دی، چې د کال غوره کتاب نوم يې هم ګټلی.

سليم راز په ۱۹۳۹ ز کې د مارچ مياشتې په ۲۹ نېټه د خېبر بښتونخوا ايالت په چارسده ولسوالۍ (ضلع) کې د ملک امان خان کره زېږېدلی دی.

هغه د خيبر پښتونخوا په شاعرانو او ليکوالو کې د يوه ادبي څېړونکي او کره کتونکي په توگه هم مشهور دی.

نوموړي ته د پاکستان حکومت د هغه د ادبي خدمتونو په لړ کې د ښې کارکردگۍ صدارتي جايزه (ايوارډ) ورکړی دی.

نوموړي ته د ادبياتو اکاډمي له خوا د خوشال خان خټک جایزه هم ورکړ شوې ده.

ښاغلي راز پښتو ادب ته هر ځايې اوږه ورکړې او په دغه لړ کې يې د افغانستان او سعودي عرب نه علاوه د يو شمېر نورو هېوادونو سفرونه هم کړي دي.

«وحدت ورځپاڼه»، «عدل»، «شهباز حقيقت»، «معيار»، «ښکلا»، «ليکوال»، «اېکسپريس»، «مشرق»، «اج ائين» او نورې د پښتو او اردو ژبې ژبې هغه ورځپاڼې او رسالې دي، چې راز په کې رپورټر، نيوز ايډيټر، مدير او کالم لیکوال پاتې شوی دی.

1 COMMENT

  1. ښاغلي راز پښتو ادب ته هر ځايې اوږه ورکړې او په دغه لړ کې يې د افغانستان او سعودي عرب نه علاوه د يو شمېر نورو هېوادونو سفرونه هم کړي دي.
    یعني څه؟
    افغانستان ته ندي راغلی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب