پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Homeخبرونهولسمشر قومي مخورو ته؛ طالبان مجبور کړئ چې په لویه جرګه کې...

ولسمشر قومي مخورو ته؛ طالبان مجبور کړئ چې په لویه جرګه کې ګډون وکړي

تاند (یکشنبه د ثور ۲۶) ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې جګړه ودروي او د سولې خبرو ته را مخ ته شي.

دغه خبره ولسمشر غني تېره ورځ ناوخته د ننګرهار، کندهار او پکتیا ولایتونو له قومي مخورو سره د لیدنې پر مهال وکړه.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي غني وویل، حکومت د جګړې ختمولو ته ژمن دی خو طالبانو تر اوسه سولې ته خپله ژمنتیا نه ده ثابته کړې.

د نوموړي په خبره که طالبان په ریښتیا د سولې غوښتونکي وي نو جرات دې وکړي، جګړه دې ودروي او د سولې خبرو ته دې رامخ ته شي، څو افغانان د سولې په فضا کې ژوند وکړي.

ولسمشر اشرف غني ټینګار وکړ چې د سولې هېڅ هوکړه به د لویې جرګې له تایید پرته نه عملي کېږي. هغه پر قومي مشرانو او مخورو غږ وکړ، څو طالبان سولې ته وهڅوي او اړ یې کړي چې په لویه جرګه کې له خلکو سره مخامخ خبرو ته کېني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب