پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Homeخبرونهافغان غرختونکې په دوهم ځل د بابا غره شاه فولادي څوکې ته...

افغان غرختونکې په دوهم ځل د بابا غره شاه فولادي څوکې ته پورته شوې

تاند ( یک شنبه، د ثور ۲۶ مه) د بامیان ولایت د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې وایي،چې د افغانستان د غر ختونکو د ټیم اتو نجونو په دوهم ځل د بابا غره شاه ‌فولادي څوکه فتحه کړه.

سرچینه وایي، چې په دې ډله کې عاقله ‏هاشمي، فاطمه سلطاني، زهرا کریمي، حسینا حسین ‌زاده، مبارکه محمدي، اژیناجهانبین، مرضیه مهاجر او ریحانه محمدي شاملې دي.

د سرچینې په حواله دغه اته کسیز ټیم وړمه ورځ، چې د بابا غره لوړې څوکې ته پورته شي.

د یادونې ده، چې له دې وړاندې د یاد ټيم دوو لوبغاړو د افغانستان تر ټولو لوړه څوکه نوشاخ فتحه کړې وه.

د معلوماتوله مخې د بابا غره شاه‌ فولادي څوکه د افغانستان یو له لوړو څوکو څخه شمېرل کېږي، چې د سمندر له سطحې شاوخوا ۵۱۴۰ متره لوړوالی لري.

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب