Homeخبرونهد اسراییلو او فلسطین ترمنځ نښتې لاهم دوام لري

د اسراییلو او فلسطین ترمنځ نښتې لاهم دوام لري

تاند ( یک شنبه، د ثور ۲۶مه) د بشري حقونو نړیوالې ادارې د اسراییلو او فلسطین ترمنځ د تاوتریخوالي پر درېدو ټینګار کړی دی.

په جینوا کې د بشري حقونو نړیوالې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ځینې لوري د اسراییلو او فلسطین ترمنځ د ناندریو د کمولو پر ځای د جګړې د زیاتوالي هڅه کوي او نړیوالو ته په کار ده، چې له پاروونکو اقداماتو ډډه وکړي.

د بشري حقونو نړیوال سازمان ویلي، چې ژر تر ژره دې دواړه لوري تاوتریخوالی کم کړي او جګړه دې ودروي.

بل لورته د اسراییلو لومړي وزیر بیا پر فلسطین د هوايي بریدونو پر دوام ټینګار کړی دی.

هغه ویلي، چې د فلسطیني توغندیو په غبرګون کې به یې هوایي برید دوام کوي.

له تېرې یوې اونۍ راهیسې د اسراییلو او فلسطین ترمنځ سختې نښتې پيل شوي چې لاهم دوام لري.

 د راپورونو له مخې ګڼ مصري امبولانسونه غزې ته تللي دي او هڅه کوي د جګړې ټپیان مصر ته ولېږدوي.

مصري چارواکو ویلي، چې د اختر په ورځو کې یې هم روغتیايي ټیمونو د فلسطیني ټپیانو د درملنې لپاره کار کاوه.

له دې ورهاخوا د نړۍ د ګڼو هېوادونو په پلازمینو او لویو ښارونو کې د فلسطینیانو په ملاتړ سخت لاریونونه پيل شوي او لاریون کوونکي له نړیوالو غواړي، چې له فلسطیني وګړو سره دې د اسراییلو ظلم ته د پای ټکی کېږدي.

تازه د راپورونو له مخې پر فلسطین د اسراییلو هوايي بریدونو تېره ورځ هم دوام کړی دی او پرون یې پر هغه ودانۍ برید کړی چې د الجزیرې او اسوشټېډ پرېس په ګډون د ګڼو رسنیو دفترونه پکې وو.

په دې برید کې چا ته ځاني زیان نه دی اوښتی خو ودانۍ نړېدلې ده.

د یادونې ده، چې  د امریکا ځانګړی استازی په سیمه کې دی او هڅه کوي د دواړو لورو له مشرانو سره وګوري.

د امریکا ولسمشر جو بایډن هم اسراییلي او فلسطیني مشرانو ته په یوه تلیفوني مکالمه کې د بېړني اوربند سپارښتنه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...