پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Homeخبرونهطالبانو د اوربند د مودې له پوره کېدو سره سم په هلمند...

طالبانو د اوربند د مودې له پوره کېدو سره سم په هلمند کې پراخ بریدونه پیل کړل

تاند(یکشنبه، د ثور۲۶) د طالبانو او حکومت ترمنځ د اختر په مناسبت د درې ورځني اوربند د مودې له پوره کېدو سره سم په هلمند کې جګړې پیل شوې.

شاهدان او افغان چارواکي وايي چې د هلمند ولایت د مرکز لشکرګاه په لمنو کې شدیده جګړه روانه ده.

تر اختر وړاندې وروسته له دې چې امریکا له هلمنده خپل ځواکونه وایستل طالبانو د دې ولایت پر بېلابېلو ولسوالیو او د مرکز پر شاوخوا سخت بریدونه پیل کړل خو امنیتي ځواکونه وتوانېدل چې طالبان په شا وتمبوي.

په هلمند کې د ملي اردو چارواکو او د ولایتي شورا رييس عطاالله افغان ویلي چې جګړه نن سهار پیل شوه او لا هم دوام لري.

د افغان په وینا، طالبانو د لشکرګاه په لمنو او نورو ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل.

د افغانستان په جنوب کې د ملي اردو یوه ویندوی هم تایید کړه چې جګړه بیا پیل شوې ده.

طالبانو تر اختر یوه ورځ وړاندې ناببره اعلان وکړ چې د اختر په درو ورځو او شپو کې اوربند کوي. د طالبانو له اعلانه وروسته حکومتي هم سمدستي وویل چې د اوربند رعایتولو ته تیار دی.

په همدې حال کې د دفاع وزارت سرچینو تاند ته نن وویل چې په ۱۸ ولایتونو کې جګړې پیل شوي دي.

ولسمشر غني د قول اردوګانو قوماندانانو ته امر کړی چې د طالبانو د حملو په وړاندې ځپونکي ځوابي اقدامات وکړي.

په اختر کې د دواړو خواوو له لوري تر ډېره اوربند رعایت شو خو په کندهار، کابل او کندوز کې چاودنې وشوې  او یو شمېر ملکیانو ته یې مرګ ژوبلې واړولې.

تر ټولو خونړۍ چاودنه د کابل د شکردرې ولسوالۍ وه چې لږترلږه ۱۲ تنه پکې ووژل شول.

داعش د شکردرې د چاودنې مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب