جمعه, مې 3, 2024
Home+هره ورځ: زما ټولګی او ټولګیوال ... (۵)

هره ورځ: زما ټولګی او ټولګیوال … (۵)

رحمت شاه فراز ||

تېره ورځ مې یاده کړه چې ما رڼا ته د هوښیارې فکر کاوه. ولې؟ د ټولګي اول نمره ده، یو. لېکچر نوټ ته ډېر خاص ارزښت ورکوي، دوه؛ یو ځل يې په ټولګي کې لیکي، بیا يې په کور کې پاک نویس کوي. تر ټولو لویه دا چې پاکنویس بڼه يې بېرته ټولګي ته راوړي، او د ټولګي هر زده کوونکی يې چې وغواړي، ورکوي يې. د رڼا یوه لویه ځانګړنه دا هم ده چې له هلکانو او نجونو سره یې چلند یو ډول دی. نجونې خو پرېږده، له ټولو هلکانو سره یې هم د واټسپ نمبر شته او هر وخت یې ترمنځ د مسیجونو تبادله روانه وي. هر چاته خاندي (دا خبره مې مخکې هم وکړه)، که څوک پوښتنه ورسره ونه کړي، دا پخپله غږ پرې کوي، روغبړ ورسره کوي. پخپله ورته وايي پلانکی شی ماته په واټسپ را ولېږه، بیا به په واټسپ کې خبرې وکړو، دا او ها… ډېره روښان فکره او ازاد خیاله ده. زما داسې طبیعتونه ډېر خوښېږي. ۲۰۲۱ کال د ځان ګوښه کولو او انزوا وخت نه دی، بلکې د تعامل، تعاون، مساواتو او برابرۍ پېر دی. ولې دې یو هلک د لسو نجونو نمبرونه په موبایل کې ولري، خو یوه نجلۍ دې له خپلو ټولګیوالو سره هم په ازاده فضا کې خبرې ونه شي کړای؟ خو په دې برخه کې زه د یو څه احتیاط پلوی په دې یم چې زموږ ټولنه دومره اماده نه ده، دلته هر ګام په ډېر تأمل او فکر ایښودل بویه.

په رڼا، مو ډېره رڼا واچوله. اوس به بلې خواته لاړ شو. د سیدا خان او رڼا د مینې داستان مو یاد دی. هرومرو به مو په یاد وي، ستاسو له ذهنه دا ډول خبرې چېرته وځي! زما ذهن هم ډېر کرل، رېبل کړي ول او لا یې هم کول. نن مې له ټولګي نه د رخصتۍ پر مهال (رښتیا د ټولګي درسي ساعت ته لږ وروسته راګرځم اوس به دا د ځینو، ځینو د زړه د یخولو لپاره د مینې داستان ته لږ اوږې ورکړو.) له رڼا نه د واټسپ نمبر وغوښت؛ وې ویل:

– واټسپ نه لرم.

په دې منځ کې شجره را ولوېده:

– مخکې يې درلود، بیا يې ډېره وځوروله. ویل، نور یې حوصله نه لرم. واټسپ يې ختم کړ.

له رڼا نه مې په یو څه تردد وپوښتل:

– ښه نو، د موبایل شمېره خو دې نه راکوې؟

– ولې نه، ولیکه.

د رڼا د موبایل شمېره مې ولیکله. په دې جریان کې يې یاده کړه چې واټسپ هم بېرته جوړوم، بیا به په هغه کې خبرې کوو، موبایل کې ډېرې خبرې نه شم کولی. (دا خبره ټولو ته کوي، نو ماته باید بې ځایه تمه نه وای پیدا شوې، کنه!)

– سمه ده.

دفتر ته راغلم، واټسپ مې پرانیست. د سیدا خان د روغبړ او احوال پرسي څو پیغامونه راغلي ول. خبرې مې ورسره شروع کړې:

زه: ولې مو جنګ وکړ؟

سیدا: ما یو ځل ولیده چې د شپې په دوه نیمې بجې انلاین وه، ورته ومې ویل چې ولې انلاین یې، نو ویل يې چې تاته يې څه؟

– رښتیا وايي، نو ستا څه کار وو ورسره؟ خپل کار يې چې تر هر څو بجو انلاین وي.

– نه، له بل چا سره یې خبرې کولې.

– دې کې نو څه لویه خبره ده، هغه له هر چا سره خبرې کوي.

– نه، خو د یوه بل سمسټر شاګرد ماته د رڼا انځور را ولېږه.

– نو څه مشکل لري؟ انځور به يې ورکړی وي. په تا پورې څه اړه لري؟

– وروره، ولې نه پوهېږې؟ زه ډېره مینه ورسره لرم.

– هغه پوهېږي چې ته ورسره مینه لرې؟

– هو، ما ورته ویلي دي، ډېر جنګونه مو هم سره کړي.

– او هغه درسره مینه لري؟

– نه پوهېږم.

د سیدا خان له دې خبرو داسې مالومېده چې رڼا یې اصلاً په کیسه کې نه وه. سیدا خان د یوه ساده او د څوارلسمې پېړۍ د میین په څېر د لیلی او مجنون مینه غوښتله او رڼا د ۲۰۲۱ کال د نجونو په څېر یوازې د ملګرتیا (یا کېدای شي د ورورۍ) په اړیکه کې خبرې ورسره کولې. یانې دې لور ته د مینې اورونه بل وو؛ خو ها بل لور ته د یخو اوبو چینه بهېدله. (رښتیا کله یې را یاده کړئ چې د مینې په اصلیت او اصالت هم یو څو خبرې درته وکړم. دې اصطلاح زموږ ټولنه هسې له کاره ویستلې ده.)

ښه نو! د مینې پاتې داستان به بلې ورځې ته پرېږدو، اوس به یو څه ګټورې او علمي خبرې وکړو. هسې نه چې د مقالې ناشر يې له خپرولو انکار وکړي، بیا به مې هسې دا نیم ساعت وخت هم ضایع شوی وي.

نن ورځ مو د نټورکنګ ساعت درلود. استاذ يې تکړه دی، په ګاونډي هېواد کې يې په همدې برخه کې تخصص کړی. په نټورکنګ کې موږ له یو بل سره د وصل کېدونکو وسایلو اتصال، د اتصال څرنګوالی، او داسې نور موضوعات څېړو. نټورک، څو وصل شوو وسایلو ته ویل کېږي. یانې کله چې دوه یا څو وسایل له یو بل سره وصل شي، نو ویلی شو چې یو نټورک رامنځته شوی. زموږ په پښتو کې ورته شبکه وايي. عادي بېلګه يې زموږ موبایلونه دي. زموږ موبایلونه د بېلا بېلو مخابراتي شرکتونو له پایو (towers) سره وصل دي، چې پخپله یو نټورک دی. هغه پایې له نورو پایو سره وصل دي او بیا په همدې ډول ټوله نړۍ له یو بل سره وصل ده. د همدې اتصال برکت دی چې نن ورځ د نړۍ له هر ګوټ سره د سترګو په رپ کې اړیکه ټینګولی شو.

البته انتراکتیکا کې انسانان نشته. یو پینګوینان شته، خو د هغو په هکله ساینس دا نه ده ثابته کړې چې هغوی هم موبایلونه استعمالوي او که نه. خو که کومه ورځ هغوی هم ځیرکو ټلیفونونو ته لاسرسی پیدا کړ، نو بیا به د انتراکتیکا له لویې وچې هم تازه خبرونه را رسېږي او کېدای شي چې په ځینو هېوادونو کې د پینګوینانو د ژبې د زده کړې مرکزونه هم جوړ شي… خیر لکه چې ډېر وړاندې لاړم، وبښئ! دلته به لږ د جهل اعتراف هم وکړم. زه نه پوهېږم چې انتراکتیکا ته لویه وچه ولې وايي؟ ځکه ټوله خو لمده خیشته ده، نو کوم ځای يې وچ ده!

رښتیا هغه د انګلیسي د تدریس خبره خو بیخي رانه پاتې ده. زما ټولګی هم د یوه ترکي سریال په څېر ګڼې او مختلفې صحنې لري. نو مجبوره یم هرې صحنې ته يې د قلم کامره ور واړوم. په دوهمه ورځ مې په موبایل کې له ځان سره یو کتاب وړی وو. هغه مې ټولو ته ولېږه.

خو شجرې وویل چې زما موبایل د ایفون کمپنۍ دی او ایفون ته یو شی نه لېږل کېږي. نو ته يې ماته په واټسپ ولېږه.

– له ما سره دې د واټسپ نمبر نشته.

– همم، واخله، خپل نمبر دې زما موبایل کې ثبت کړه.

له دې خبرې سره يې خپل موبایل ماته راکړ… نور سبا ته…

ماخذونه:

۱- زما فکر

۲- ټولګیوال هلکان

۳- ټولګیوالې نجونې

۴- زما ښوونکي

۵- زما مضامین

۶- و امثالهم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب