دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهد اسپانیا وروستی سرتېری له افغانستان څخه ووت

د اسپانیا وروستی سرتېری له افغانستان څخه ووت

تاند (یکشنبه د ثور ۲۶) وروسته له دې چې ناټو او امریکا له افغانستان څخه د خپلو پوځیانو د ایستلو پرېکړه وکړه، اسپانیا هم له دغه هېواده د خپلو سرتېرو ایستل پيل کړل.

اوس د اسپانیا رسنیو خبر ورکړی چې وروستی سرتېری یې له افغانستان څخه وتلی او په دې توګه یې په دې هېواد کې خپل ۲۰ کلن نظامي ماموریت پای ته ورساوه.

ال پایس ورځپاڼې څو ورځې مخکې د اسپانیا د دفاع وزارت په حواله ویلي و چې دغه هېواد په افغانستان کې خپل ماموریت پای ته رسوي او خپل ټول سرتېري له دغه هېواده وباسي.

د ورځپاڼې په وینا افغانستان کې د دوی ماموریت د افغان ځواکونو روزنه او سلا مشورې وې او کله چې افغان ځواکونه په یوازې ځان له ستونزو وتلی شي نو د دوی حضور ته اړتیا نه لیدل کېږي.

 اسپانیا ویلي چې دوی په افغانستان کې د روانې شل کلنې جګړې له پیله تر اوسه درې میلیارد او ۵۰۰ میلیونه یورو مالي لګښتونه کړي او سل سرتېري یې په دغه جګړه کې له لاسه ورکړي دي.

خو ناټو ویلي چې د افغان ځواکونو د ملاتړ لارې چارې لټوي.

ینس سټولټنبرګ څو ورځې مخکې د اروپايي ټولنې د دفاع وزیرانو غونډې ته وویل، که څه هم د افغان ځواکونو لپاره د ناټو روزنیز ماموریت د وتو په حال کې دی، خو دا ټلواله به د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

سټولټنبرګ وویل، د غوڅ ملاتړ ماموریت ختم له افغانستان سره د ناټو د اړیکو د ختم معنی نه ‌لري.

نوموړی زیاته کړه، دا اصلاً یو نوی څپرکی پرانیزي، اوس ګورو چې څنګه د افغان ځواکونو مالي ملاتړ، روزنې او په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې ملاتړ ته دوام ورکړو.

سټولټنبرګ یو ځل بیا ټینګار وکړ چې ناټو په افغانستان کې د سولې د روان بهیر کلک ملاتړ کوي.

د ولسمشر جو بایډن د پرېکړې له مخې ټاکل شوې د روان میلادي کال د سپټمبر تر ۱۱مې ټول بهرني سرتېري له افغانستان څخه ووځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب