دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Home+ښه که بد!| جنرال دولت وزیري

ښه که بد!| جنرال دولت وزیري

چې ښه شته بیا نو بدو ته څه اړتیا ده، چې ځان پرې ککړوو!

چې په خپله ژوند خوږ دی، نو بیا يې د تريخوالي لپاره مرچ او مصالې ته څه اړتيا ده!

چې مثبت وجود لري، بیا نو ولې خپل ذهن په منفي سوچونو بوخت ساتو!

چې انسان په ټولو ژوندیو موجوداتو کې اشرف المخلوقات دی، بیا دې ته څه اړتيا ده چې له ځانونو کم اصل جوړوو!

چې په جوړولو کې د خدای رضا ده، بیا نو ولې د ویجاړولو هڅې کوو!

چې په یووالي کې ګټه ده، بیا نو ولې په نفاق کې ژوند کوو!

چې په رښتيا کې د ژوند مزې وي، نو بيا ولې په دروغو د ژوند مزې بې مزې کوو!

چې څه بشپړ وي، نو بیا ولې يې د نیمولو هڅې کوو!

چې په ځان پېژندنه کې د خدای ج پېژندنه وي، نو بيا ولې د ځان پېژندنې هڅې نه کوو!

چې دنيا نيمګړې ده، نو بيا ولې د ځان لپاره د ښو توښه نه برابروو!

چې په حقيقت کې ژوند کول د ټولنې د پرمختګ سبب ګرځي، نو بیا ولې په باطل پسې ګرځو!

چې سپین ته سپين ویلای شو، نو بيا ولې سپین ته تور وايو!

چې مینه شته، نو په کرکه کې د ژوند کولو به څه مزه وي!

چې له ژوند څخه د مینې کیسه جوړېږي، په خپل لاس ترې ولې د نفرتونو کیسه جوړوو!

چې په زړورتوب کې د نوم او نښان لوړوالی وي، نو بیا ولې په ژوند کې بې زړه توب ته زړه ښه کړو!

چې په ازادۍ کې روح خوشحاله وي، نو بیا ولې خپل روح په لوی لاس په بند کې ساتو!

چې په علم سره دنیا روښانه کېږي، نو بیا ولې د جهان په تورتم کې ژوند کوو!

چې ښکلی هېواد لرو، نو بيا ولې د نورو په چوپړ کې یو!

چې هېواد مو له بل هر هېواد څخه بډای دی، نو بیا ولې په بېوزلۍ او د خيرات په پیسو ژوند کوو!

چې تاريخي ویاړونه لرو، نو بيا ولې خپل وياړونه نه شو ساتلی!

چې پنځه زره کلن هويت لرو، نو بیا ولې «له نوي زېږېدلي ماشوم» څخه په عذاب یو!

چې هر څه لرو، نو بيا ولې هېڅ څه نه لرو!

چې افغاني غرور لرو! نو بیا ولې په بېځایه غرور پسې ګرځو!

چې په انساني ژوند کې خوندونه دي، نو بيا ولې له ځانونو حيوان جوړوو!

چې لمر شته، نو بيا ولی تیارې ته ناست یو!

چې لاره سمه شته، نو بیا ولې په کږو سر یو!

پايله دا چې، دا هر څه په موږ پورې اړه لري، که وغواړو چې ښه اوسو، ښه ژوند وکړو، د خدای ج پر لاره برابر اوسو، په مينه کې ژوند وکړو، د ټولنې په ګټه کار وکړو، اتفاق او يووالي ته ژمن واوسو، په دې کې د خدای ج رضا او مرسته پرته ده، ځکه خدای ج هغه ملت ته تغیير نه ورکوي او بدلون په کې نه راولي چې تر څو په خپله د بدلون په لټه کې نه وي.

راځئ چې د وژلو، نفرتونو، نفاق، جګړې او کرکې پر ځای په مینه کې ژوند وکړو، له دې سره به مو له يوې خوا خپل هويت ساتلی وي او له بلې خوا به مو د خدای ج رضا حاصله کړې وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب