Homeخبرونهد غزني اوسېدونکي: طالبانو او حکومت ته په خپلو سیمو کې د...

د غزني اوسېدونکي: طالبانو او حکومت ته په خپلو سیمو کې د فعالیت اجازه نه ورکوو

تاند (یکشبنه د ثور ۲۶) د غزني د ځينو سیمو اوسېدونکي وایي چې په خپلو سیمو کې نه حکومت او نه طالبانو ته د فعالیت اجازه ورکوي.

د غزني د مرکز اړوند آرزو کلي سلګونه اوسېدونکو په دغه سیمه کې د وروستیو نا امنیو او نښتو په غبرګون کې لاریون کړی او وايي چې د حکومت او طالبانو ترمنځ وروستیو جګړو سخت زیانمن کړي او ددوی ژوند یې تریخ کړی دی.

د دوی په خبره چې له همدې امله نه طالبانو او نه هم حکومت ته اجازه ورکوي چې له دې وروسته ددوی په سیمو کې فعالیت وکړي او نظامي تاسیسات جوړ کړي.

دا اعتراض وروسته له هغه کېږی چې تر اختر مخکې د طالبانو او حکومت ترمنځ په دغه سیمه کې د سختو نښتو راپورونه ورکړل شول.

غزنی یو له هغو ولایتونو دی چې په وروستیو کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د سختو نښتو شاهد دی چې یو شمېر اوسېدونکي یې د جګړو له امله سخت زیانمن شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...