جمعه, اپریل 26, 2024
Homeکالمونهننګیالدومره غوسه...؟ - شهرت ننګیال

دومره غوسه…؟ – شهرت ننګیال

کابل کې پر یوې نوې تجربې یا پدیدې واوښتم، له چا سره مې چې لیدل، د سولې په اړه بحثونو کې یې له طالبانو سره د اړیکو خبره کوله. … پوښتنه داده چې طالبانو په رښتیا خپلې اړیکي تر دغه کچې غزولې که کومه بله هوا لګېدلې. …؟

د اړیکو دغسې خبرې له هغو کسانو هم اورېدل کېدې چې د طالبانو مخالفت او دښمني یې خپل شعار ګرځولی و، دومره تور یې کتل چې سپین ټکی یې نشوای تر سترګو کېدای ـ د پاکستان او ISI تور څه چې د نړۍ ټول پېغورونه یې د دوی غاړې ته غورځول. …

د هغه ښاغلي خبرو ته به دې خوله وازه پاتې شوه، چې څه موده وړاندې یې طالبان چرسیان، پوډریان، بنګیان بلل او نن یې ورسره په اړیکو او خبرو غاړه هسکه وړه، لا چې د دوی په دریځ او منطق کې یې وزن ته هم پام ورګرځېدلی وو. …

ما اورېدلي طالبانو د جلب او جذب کمېسیون جوړ کړی، که دغه کمېسیون دغسې وړتیا ښوولې وي د کمال خبره ده، خو که دغو ښاغلیو راغلیو د امریکا سترګو او تندي کې څه نوې کرښې او پیغامونه لوستي وي ـ دا بیا د دوی زوړ کمال ګڼل کېږي، کومه نوې پرمختیا نشي ګڼل کېدای.

هغوی چې د طالب او مدرسې نوم لکه د تور ټوپک پرې لګېده او په دې اړه یې د خپل انقلابي دریځ اشتهارونه وړاندې کول، له طالبانو سره پر دومره خواخوږۍ او نژدیوالي تظاهر کاوه، چې سړی به شکمن شو، چې ګنې په دې بله اوونۍ کې امریکا طالبانو ته د ارګ سپارلو غونډه رابللې. …

له دې وړاندې پر ځینو د سولې خبرو هغسې اور پورې کاوه، چې شین دود به یې له سره خوت. له واره لاس ته راوړنو ته د ګواښ اندېښنه راپورته کړي ـ په داسې حال چې لاس ته راوړنې په سوله خوندي کېدای شي، جګړه یې زیانمنوي. …

که لاس ته راوړنې دغه خدای وهلې تپلې جګړه او د کرپشن وبا وي دا بیا بېله خبره ده، چې ځینې جګړه او درغلي پخپله ګټه ګوري. …

د ځینو ښاغلیو راغلیو خوښه د امریکا خوښه ده، چې د دوی ګرد سره خپله خوښه نشته، چې د خان نوکري ته یې بانجان څه حیثیت نشي لرلی ـ دلته ده که د امریکا مزاج یې د طالبانو د ځپلو پر خوا لیده د طالبانو له منځه وړل ملي ګټې معرفي کوي، خو که امریکا ولسمشر کرزي ته ویلي وي، چې نور له طالبانو سره جګړه نلري داسې انګېري لکه امریکا طالبانو ته د ارګ تسلیمولو پرېکړه کړې وي ـ هغه دی چې هر سور ږیری ملا شاه ګل ګڼي او له طالبانو سره د اړیکو سینه ډبوي. …

چې امریکا انګیس پخپل ټول مهارت د کوټې دوکاندار او ملا اخترمحمد منصور توپیر ونشوای کړای، د مینځې کونه مینځوونکي به طالب له نه طالب څه وړ جلا کړای شي. …؟

چې د ملي امنیت مشر ځانمرګی او د سولې استازی ونشوای پېژندلی، ښاغلي راغلي به یې څرنګه په پېژندنه کې بریالي وخېژي. …؟

د اوباما جګړې لیکوال کاږي: … پر کومه ورځ به چې امریکایي اړخ له ولسمشر کرزي سره په ګړز او زوره خبرې کړې وې، پر سبا به یې وزیرانو او حکومتي لویانو د امریکایانو خولې بویولې، چې د کرزي د لیرې کولو پرېکړه خو نده شوې. …؟

امریکا خدای خبر په کوم موډ کې دا خبره ولسمشر ته کړې، په داسې حال کې چې عملاً امریکايي پوځونه افغانستان کې له طالبانو سره پر جګړه بوخت دي ـ که نه بیا دا جګړه له چاسره ده، له خلکو او ولس سره. …؟

له بده بخته موږ پخپل مټ، خپلو خلکو او اراده باور له لاسه ورکړی ـ نورو ته مو کتلي، د نورو په خوښه او ګټو پسې مو پل اخیستی، ځکه خو مو خپل منزل نه دی موندلی، د بل لپاره لوبېږو، د نورو لپاره جنګېږو، پردۍ جګړې او سیالي خپل غولي ته راولو. … ځانونه د نورو د جګړو اتلان پېژنو. …

دغو شپو ورځو کې چې انقلابیان او لېبرالان ټول له طالبانو سره د اړیکو خبرې کوي یواځې استاد سیاف په څلور لارو کې د طالبانو د ځړولو پر دریځ ولاړ دی. … آخر دومره غوسه…؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب