له تېرو دوو هفتو راهیسې شخصاً زما پر ضد د پروپاګنډونو، رټلو او سپکو سپور له مورچل څخه ډزې کېږي او ډزې هم داسې ډزې دي، چې ړندې دي، کڼې دي، بې دلیله، بې ادرسه او بې ټسه دي.
ایله بیله مې د نن ډاټ کام پر اینټرنیټي پاڼه باندې یو ادرس پیدا کړ. سایټ خو د پاکستان په پېښور یا کوټه کې اداره کېږي، خو هغه مقاله چې زه پکې ښکنځل شوی یم د زبده الکاتبین شمس الواعظین قاطع شرک و البدعت محترم مجاهد قلموال صاحب ده.
ښاغلی قلموال صاحب ما هم قلمي اربکی بولي. حال دا چې تر اوسه پورې یې زه نه لیدلی یم او نه یې کتلی یم. کوڅه ډب او لنډه غر راته وایي، سپکې او سپورې راته لیکي، بد او رد راته وایي. څه دده بلا دې واخلي، خو دومره به ورته ووایم، چې راځئ الفاظ یوې خواته پرېږدو او پر عمل محاسبه وکړو.
مجاهد قلموال هغه وخت ماشوم وو، ډوډۍ یې نانا بلله، د پرتاګه د پرتوګاښ په تړلو هم نه پوهېده صغیر وړ وو، ماشوم وو او معصوم وو، چې موږ د صلیبي یرغل پرضد په قلمي مبارزه بوخت وو.
په هماغه وخت کې چې خلکو د ډالري پروفوزلونو لپاره بې ډوله غومبر وهلو ما د نوښت په مجله کې د خپل هېواد پر ضد د یرغل پر وړاندې سنګر نیولی وو.
طالب جان د ISI پر دال ژبه ټکوله او د امریکا د نوم په اورېدو یې په رګونو د ډار پیریان ننوتل، چې نوښت د افغانستان پرضد د نیابتي جګړې د پیل له دسیسې څخه پرده پورته کوله، خو زما ګناه داوه، چې ما د صلیبي لښکر دلال پنجاب د مردارۍ جړ بللو او همدغه ګناه ده، چې نن د قلموال صاحب د قلم تر عتاب لاندې یم.
ما په هماغه وخت کې د صلیبي فتنې پرضد جګړه په پنجاب او اسلام آباد کې غوښته نه د افغانانو په معصوم وزیرستان، پکتیا، کابل، زابل، کندهار او هلمند کې.
جناب قلموال صاحب! زه اسلام د افغانستان لپاره غواړم، زما عقیده داده چې پښتون له اسلام څخه پرته نیمګړی دی، زه مسلمان یم، که په افغانستان کې اسلام خوندي او محفوظ نه وي، نو په پنجاب کې خو بیخي نه شي کېدای. د اسلام سترتیفکټ دې د هیرا منډيي مرده ګوان نه راته امضاء کوي.
که فضل الرحمن د پاکستان د اساسي قانون تر مفاد لاندې د سیاسي مبارزې له لارې د واک خوبونه ویني، نو ته ولې د خپل مجاهد ولس د تائید او ملاتړ په زور داسې خوب نه شې لیدلای.
کوم عمل چې ته سرته رسوې هغه د اسلام د مدني روح لپاره دومره خطرناک دی، چې د داسې خطر رامنځ ته کول د یهود او هنود د ستراتیژیک ذهنیت لپاره هم ممکن نه دی.
رابه شو دې ته چې آیا د پسرلي کورنۍ او عصمت قانع په رښتیا هم د حکومت برخه ده؟ هر څوک پوهېږي، چې غوا توره او شیدې یې سپینې دي.
په تېرو دولسو کالو کې زه د یوې ورځې لپاره هم د کرزي په حکومت کې پر دولتي چوکۍ نه یم ناست، په تېرو دولسو کالو کې ما بهرنی سفارت ندی لیدلی، په تېرو دولسو کالو کې دوه ځله زه عملاً ولسي جرګې ته خلکو انتخاب کړم، خو زما مخه ونیول شوه، په سپینه ورځ یې زما حق په بډه وواهه خو زه تسلیم نه شوم.
په همدې کابل کې دې د میډیا په ډګر کې هېچا هم د شمال د ایله جاریانو په وړاندې شونډې نه شوای خوزولای، خو عصمت قانع او اسماعیل یون د سر په بیه ورته ودرېدل.
تا که جګړه کړې ده، نو پښتانه دې وژلي دي، ما که د میډیا په ډګر کې کړې ده، نو د جګړې د بدماشانو او د شمال د کرایي قاتلانو ګرېوان ته مې لاس ورغځولی دی، زما او ستا اختلاف دادی چې زه درته وایم: پښتانه مه وژنه، پښتانه مه سپکوه، پښتانه مه ورکوه، دا صابر دا مجاهد، دا دروند قام د وژلو نه دی د سپکاوي وړ نه دی.
فقه شریعت پښتو په دې ځای کې تمامه ده
وینه د پښتون پر بل پښتون باندې حرامه ده
پښتون مسلمان دی، د پښتنو جوماتونه، حجرې او کروندې د جګړې له اوره وژغوره! راشه هغه شعور ته کار وکړه کوم شعور چې د خدای او رسول د هدایاتو له سرچینو څخه را خورېږي او د انسان د عظمت او کرامت اخلاق او فرهنګ جوړوي.
وروره! قطر ته مه ځه، کابل ته راشه! په قطر کې هم امریکایان دي او په کابل کې هم، خو د قطر امریکایان تر دغو امریکایانو ډېر خطرناک دي. په قطر کې د امریکا د ۵۲ ستورو تر بیرغ لاندې اسلام نه ګټل کېږي، خو د افغانستان تر بیرغ لاندې، چې الله اکبر پرې لیکلی دی د اسلام د خوندیتوب خوبونه په اسانه لیدل کېږي.
قلموال صاحب، ته د پنجاب له غېږې راجلا شه، ته د خپل جومات پر منبر ودرېږه، ته الله اکبر ووایه که ما درسره بدرګه نه کړ زه بیشکه کافر یم. ته جګړه کوې اسلام غواړې، خو اسلام آباد ستا د وینو په بدل کې له کابل څخه ډیورنډ لاین غواړي.
زه وایم؛ ستا له پرهره دې وینې نه څاڅي، خو پنجاب وایي، چې څاڅي دې، تر هغو دې څاڅي تر څو چې د کونړ څپې زما پر لور را روانې وي.
زه وایم؛ اسلام اباد د سرونو سوداګر دی، خو ته همدې سودا ته مارکېټ جوړوې، زه به هېڅکله بیا له تاسره بوخت نه شم. ماته د شمال له ایله جاریانو سره جګړه را له غاړې ده، ماته له کولاب او پنجاب سره جګړه راله غاړې ده.
ته راته ښکنځل کوه زما لخوا درته سلام دی. پدې وړو، وړو خبرو دې زه د افغان وطن د ستر مفاد له سنګر څخه نه ولاړېږم.
د ستر خوشحال په قول:
د عالم ډېرې خبرې شا اوخوا خورې لښکرې
زړه مې نه خوځي له ځایه غر خو هسې وي کنه
له محور ورځپاڼې په منننې.
دروند قانع صاحب ته سلامونه او نیکی هیلی وړاندی کوم.
درز دی ورنه جګ کړو که رشتیا افغان وی نو به د خپلی شومی مبارزی نه لاس واخلی .
په قلم دی برکت شه قانع صاحب زما دی سترګی خلاصی کړی خدای دی وکړی چه قلموال صاحب هم پوه شوۍ وی.