Homeداسې هم شتهد سعودي د مذهبي پولیسو مشر د ټویټر مخالفت وکړ

د سعودي د مذهبي پولیسو مشر د ټویټر مخالفت وکړ

تاند- د سعودي عربستان د مذهبي پولیسو مشر په خلکو غږ وکړ چې د ټویټر له کارولو دې لاس واخلي.

د ټویټر اجتماعي شبکه چې استفاده کوونکي ورنه معمولا د وړو پیغامونو د استولو لپاره کار اخلي، په سعودي کې خورا زیات لېوال لري . د سعودي د مذهبي پولیسو مشر شیخ عبدالطیف عبدالعزیز ویلي دي چې که هر څوک د انټرنیټ اجتماعي شبکې په تېره بیا ټویټر استعمالوي، دنیا او اخرت دواړه به یې خراب وي. د شېخ په قول، ټویټر د هغو کسانو ځای دی چې په ټولنه کې یې ځای نشته.

د سعودي عربستان د حالاتو د څارونکو په نظر د سعودي د مذهبی پولیسو د مشر په خبرو کې د دغه هېواد د حکومت اندېښنې رامعلومېږي. د سعودي له حکومت سره تشویش دی چې خلک به د ټویټر له لارې له یو بل سره داسې سیاسي نظریات شریک کړي چې د حکومت په خلاف به وي.

د ټویټر له لارې معمولا لنډ پیغامونه سره شریکېږي. د ټویټر ټولنیزه شبکه چې په دوه زره شپږم میلادي کال کې فعاله شوه، دومره ژر محبوبه شوه چې تر دوه زره دولسم میلادي کاله پورې یې د فعالو استفاده کوونکو شمېر تر پنځه سوه ملیونه کسانو واوښت. سعودي عربستان یو هغه هېواد دی چې د ټویټرپلویان پکې په ډېر سرعت سره زیاتېږي.

تېره میاشت د کعبې شریفې امام هم د شیخ عبدالطیف عبدالعزیز غوندې د جمعې د لمانځه په خطبو کې د ټویټر له لاسه شکایت وکړ او دغه انټرنیټي شبکه یې په سعودي عربستان کې ملي وحدت ته خطرناکه وبلله.

د کعبې شریفې تر امام دمخه د سعودي عربستان لوی مفتي هغه کسان احمقان بللي وو چې له ټویټر څخه استفاده کوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...