جمعه, اپریل 26, 2024
Homeکالمونهقانعد حکیم کرت سېنگ تشخیص / عصمت قانع

د حکیم کرت سېنگ تشخیص / عصمت قانع

کرت سېنگ د کندهار وو او لږ څه یې په پایلوچي هم ګوتې وهلې، نور یې هر څه د زاړه کندل خاني کندهاري وو، خو یوازې له پټکي څخه له ورایه پېژندل کېدو، چې سېک دی.

د کرپسول څپلۍ یې په پښو کولې، د ترخزو اوږده کالي یې اغوستل، له خاصې پوځي ټوټې څخه یې واسکټ ګنډلو چې ده به په خپله مخصوصه لهجه ورته سدرۍ ویله.

د کندهار په چارسو کې ټولو په دې اعتراف کاوه، چې غښتلی او زهر خوره انسان دی. د کندهار د زړو عیارانو او پای لوچانو ټول اخلاف یې پاللي وو. همدا وجه وه، چې نورو پای لوچانو یې عزت کاوه او ده په خپله هم د خپل عزت د ساتلو لپاره د عیارۍ د اخلاقو ټینګ رعایت کاوه.

کرت لومړی صراف وو. د کندهار په چارسو کې یې خارجي اسعار په افغانیو بدلول، په صرافي کې هم د خلکو معتمد وو، خو د عراقي دینارونو ناچله کېدو یې پانګه ورکنګال کړه او په دوو لاسو او دوو پښو له دوکان څخه ووت، دوکان یې هم قرضدارانو ته ورتسلیم کړ.

په میاشتو میاشتو ورک وو، خو بالاخره د کندهار په شا بازار کې یې د یوناني طبابت کاروبار راویوست. په یوه کوچنۍ دوکان کې یې په زړو مرتبانونو کې زیړه او توره ارمېړه، سپیرکۍ، اناردانه، اینجه، خوږه ولي یا شیرین بویه او نور نباتي وچ بوټي اېښي وو او له سهاره تر ماښامه به په خپل کوچني دوکان کې د مریضانو تداوۍ ته ناست وو.

یوناني طبابت یې د پلار کسب وو او یو څه ده هم زده کړی وو.

د باد کلنجو دارو، د قوت باه لپاره خاصې کشتې او د خُصیه الصعالب په نوم یو ډول معجون چې د نارینتوب د کمزورۍ لپاره خاص داروګان وو د حکیم کرت سېنگ د دوکان زینت او ښکلا وه.

د باسواده خلکو یې خورا احترام درلود. په سیاست کې یې هم خبرې کولې او د پښتونستان د ازادۍ لپاره یې د افغانانو له موقف څخه ملاتړ کاوه.

حتی کشمیر او گلگت یې هم د افغانستان د خاورې برخه ګڼله او په دې عقیده وو، چې افغانستان به بېرته بشپړ نه شي، همداسې به مریض وي، خپل یوه سېک نیکه ته یې ښیراوې کولې، چې څنګه یې کشمیر د افغانستان له خاورې جلا کړ.

د حکیم کرت سېنگ دوکان به کله کله زما لپاره د سیاسي بحث ځای هم وو. موږ کشرانو ورته سردار صاحب ویلو او ده هم د سردارۍ په نامه باندې د خپل تندي ګونځې سره هوارولې او په څېره کې به یې د رضایت نښې نښانې له ورایه معلومېدلې.

یوه ورځ چا یو مخصوص مریض ورته راوست، چې د معدې د زخمونو په وجه یې د اوږو او ولیو منځنۍ برخه درد نیولې وه.

مریض د خپل مرض ټول حال احوال ورته بیان کړ او بالاخره ورته ویې ویل، چې سرداره د اوږو د درد له لاسه مې ټوله شپه باڼه ندي سره وروړي او خوب راڅخه تښتېدلی دی.

کرت د مریض پر اوږو لاس کېښود او تر یوې اوږدې چوپتیا وروسته یې مریض ته وویل، ما ته ایستا د مرض درک معلوم وشو.

ستا ګوز لاره غلطه کړې ده، ددې پرځای چې ګوز دې تر مکعده ووزي اوږو ته راختلي دي، اوس به زه تاته دوا درکړم ټیک به شې.

موږ ټولو په دوکان کې د ډېرې خندا په وجه پر خپلو تشیو لاسونه ونیول، خو حکیم کرت سېنگ همدا خبره ټینګه نیولې وه، چې ماته تجربه ده ستا ټیز لاره غلطه کړې ده.

د حکیم کرت سېنگ د کومیډي تشخیص مې نن د افغانستان د سولې شورا تر نویو ابتکارونو پورې راپه یاد شو.

د سولې د شورا مبتکر مغزونه ددې پرځای چې د افغانستان د خلکو په منځ کې د ملي پخلاینې د پروګرام عملي اړخونو ته پاملرنه وکړي د کابل ښار په مجللو سالونونو کې په سیمنارونو باندې سوله راولي.

ددې پرځای چې د جګړې د ټغر په ټولولو کې، د جګړې په سیمه کې د ملکي او ولسي حمایت له لارې پرمخ ولاړ شي له ولس څخه یې پرهېز کړی دی.

دغه پرهېز هم د هغو داروګانو د اغېزمنتوب لپاره دی، چې دوی یې د ډالري کڅوړو هضم په خاطر خوري کنه سوله چېرته ده او د سولې شورا چېرته.

په افغانستان کې د خارجي قواوو له راتګ سره عجیبه سرچپه لوبه روانه ده، ددې پرځای چې کارونه سم شي سرچپه نقشې او نسخې ورته جوړېږي. د تریاکو کښت په دې توګه کنترولوي چې بزګرو ته د تریاکو د کروندو پرسر پیسې ورکوي. د مخدره موادو د قاچاق مخنیوی داسې کوي، چې ستر قاچاقبران په سیاسي واک کې شریکان کوي او د وړو قاچاقبرو لپاره ځانګړي محاکم جوړېږي.

چې شانزده بیست سزاګانې ورکول کېږي ـ د شانزده بیست اصلاح په کابل کې د مخدره موادو د ځانګړې محکمې یوه قاضي ته استعمالېږي.

هره دوسیه چې ورشي دی و تورن ته یا ۱۶ شپاړس کاله قید ورکوي او یا یې ۲۰ کاله قید کوي، همدا وجه ده، چې ظریف او ټوکمار کابلیان ورته شانزده بیست وایي.

اداري فساد هم په همداسې سرچپه نسخه باندې تداوي کېږي. د اداري فساد څارنوالان د میلیونونو افغانیو د غلا او اختلاس له دوسیو څخه لېرې کرزي او خواته یې نږدې هم نه ورځي.

خو ولسو زرو، شلو زرو افغانیو په هغو مامورینو پسې یې راخیستې ده، چې په عادي او حقوقي معاملاتو کې د رشوت اخستلو په تور ککړ دي.

پرون مې د سولې د عالي شورای یو چارواکی ولید، د کارتوسو په ضد زغره وال کروزینګ کې سپور وو. سیوري ته ناست وو، خو د لمر د وړانګو ضد تورې عینکې یې پر سترګو اېښې وې، څه کم یو درجن ساتونکي ورسره وو.

دغه جناب د پېښور له ګلبهار څخه پېژنم چې د مولوي منصور په انشعابي حرکت کې یې د ایران له سفارت څخه بودجه راوړه.

ایرانیانو منصور ته هم هره میاشت په پېښور کې د خپلې کونسلګرۍ له لارې پیسې ورکولې. یوه ورځ مې ترې وپوښتل چې ایرانیان ولې دومره درباندې مهربانه دي؟ ده راته وویل، چې موږ د افغانستان په ازادۍ کې اغېزمن قوت یو.

یعنې ایرانیان د افغانستان د استقلال عاشقان وو. ماته د حکیم کرت سېنگ تشخیص یو نابغه تشخیص برېښي.

موږ افغانان ددې پرځای چې د خیټې بوی ګن باد تر اصلي مجرا وباسو دغه متعفنه هوا مو مغزو ته ختلې ده، دغه بوی ګنه هوا مو پرعقل پرته ده.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب