چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهامریکا له طالبانو د اوربند د مودې د اوږدولو غوښتنه وکړه

امریکا له طالبانو د اوربند د مودې د اوږدولو غوښتنه وکړه

تاند(سې شنبه، د ثور۲۱) د امریکا متحدو ایالتونو د طالبانو له لوري د کوچني اختر په درو ورځو کې د اوربند د اعلان هرکلی وکړ.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویندوی نیډ‌ پرایس پرون (دوشنبه) وویل، امریکا د طالبانو د دې اعلان د هرکلي ترڅنګ له دې ډلې غواړي چې د اوربند موده وغځوي ځکه چې امریکايي پوځیان له افغانستانه په وتلو دي.

پرون د افغانستان ولسمشر اشرف غني هم د طالبانو د اوربند د هرکلي ترڅنګ ویلي و چې تاوتریخوالی، د ملکي وګړو قتل او وژنه، د زیربناوو او عامه ځایونو ویجاړول نه یوازې په اختر، بلکې په نورو ورځو کې هم شرعي جواز نه لري.

ولسمشر غني، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته سپارښتنه کړې چې د کوچني اختر په درناوي اوربند مراعت کړي او د دښمن د سرغړونې په صورت کې د خپلو هېوادوالو ساتنه او دفاع وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویندوی وویل «موږ پر طالبانو او افغان مشرانو ږغ کوو چې د سولې جدي خبرې پیل کړي څو افغانان له ترور او تاوتریخوالې لېرې ژوند وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب