چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeمقالېداسې ښکاري چې تر کاسې لاندې نیم کاسه هم شته

داسې ښکاري چې تر کاسې لاندې نیم کاسه هم شته

ډاکټر عطاالله زيارمل||

کلونه وشول چې د اترا په نوم اداره جوړه شوې او په همدې تشکیل او امکاناتو یې دا ټول وخت کار کاوه. خو اوس ولې د دغې ادارې په هکله له ځینو ښاغلو سره پوښتنې پیدا شوې دي. دلته دې ته تم کېدو چې دا هر څه ولې داسې کېږي او ولې کله کله ځینې اندېښنې له رسنیو سره شریکې کېږي؟ تېر کال به د ټولو یاد وي چې د دغې دولتي ادارې له کار او فعالیت څخه په زرګونو کسانو په خواله رسنیو کې شکایت کاوه چې دغه اداره چېرې ده چې زموږ غږ واوري او د څو محدودو شخصي کمپنیو له ظلم څخه مو خلاص کړي، هغه چې زموږ کریډت خوري او هم په شته قیمت باندې سم انټرنیټ نه را ته برابروي. دوی په یوه خوله همدا غوښتنه له حکومت څخه درلوده چې زموږ حق له دې مخابراتي شرکتونو څخه واخلي. دوی په خواله رسنیو کې همدا یوه خبره لیکله چې (اترا چېرې ده؟ یا هم اترا کجا است؟)

دغه کمپاین همدومره نتیجه ورکړه چې حکومت یې مجبور کړ ترڅو د دغې ستونزې د حل په برخه کې لاس په کار شي او په لومړي ګام کې یې د هغې ادارې په رهبري کې بدلون راووست. هغه څوک یې د دغې ادارې رئيس وټاکه چې ټولو یې د کاري تجربې او مسلکي پوهې په برخه کې پوښتنه نه درلوده. هغه کس چې په کلونو کلونو یې د مخابراتي کمپنیو او هم د مخابراتو په وزارت کې په همدې برخه کې کار کړی او ښه تجربه لري او د دې ټولو ښو ستاینو په څنګ کې یو زړه خوږی، پاک نفسه افغان هم دی. هغه په لنډ وخت کې د اترا په اداره کې ډېر ښه مثبت کارونه وکړل او ټولو به اورېدلي وي چې په لومړي ځل یې د ۴جي درواغجنه سندره د مخابراتي کمپنیو په ستوني کې وچه کړه او خلکو ته یې د رښتیني ۴جي خدمتونو د توزیع کولو زیری ورکړ. ډېر کلونه کېږي چې همدې شخصي مخابراتي کمپنیو د ۴جي په نوم خپل خدمتونه په هېوادوالو خرڅول، خو په حقیقت کې یې د خلکو او هم د اترا د پخوانیو چارواکو په سترګو کې خاورې اچولې او د ۳جي انټرنیټ یې په ۴جي باندې وړاندې کاوه او هم یې نرخونه په خپله خوښه ور ته ټاکلي وو. له دې لارې دغو کمپنیو په میلیونونو ډالره ګټه یا په بله وینا چور وکړ.

اوس چې د دوی دغه چټله لوبه نوره خلاصېږي او یوازې څو شرکتونه به د ۴جي انټرنیټ د خدمت د برابرولو قانوني جواز ولري او په کال کې به حکومت ته د همدې جواز د لرلو له امله په میلیونونو افغانۍ تادیه کېږي، نو ځکه به د دغو کمپنیو چغ جګېږي. که په رښتیا ۴جي انټرنیټ فعال شي نو له دې سره به د انټرنیټ کیفیت او د برښنايي حکومتولۍ کیفیت څومره ورسره ښه شي؟ نو هغو شخصي کمپنیو چې په کلونو کلونو یې د خلکو او هم د حکومت په سترګو کې خاورې اچولې دي هغوی اوس کوښښ کوي چې د اترا نوې ادارې ته خنډونه جوړ کړي او پرې یې نږدي چې په خپل پلان کې بريالۍ شي.

دغه شخصي کمپنیانې په هغو پیسو چې په تېرو کلونو کې یې د ولس له لوټلو تر لاسه کړي دي او په غیر قانوني ډول یې د ۴جي خدمتونه وړاندې کړي دوی غواړي چې په اسانه سره اوبه خړې او خپل ماهیان ونیسي. دغه کمپنیانې تلویزیوني چینلونه هم لري او مختلفې رسنۍ یې په واک کې دي او په اسانه د خلکو ذهنیت د ځان په ګټه بدلولی هم شي. له دې ور اخوا په ولسي جرګې او هم په مشرانو جرګې کې داسې کسان شته چې د دغو کمپنیو وړاندیزونو ته به نه و نه وايي او فکر کوم چې ځینو لا له وخته دوی سره د فساد د بوجۍ خوله نیولې. پخوا چې هر څه د ولس او خلکو په تاوان وو دغو جنابانو غږ نه پورته کاوه خو اوس چې د اترا اداره غواړي مخابراتي کمپنۍ حساب ورکولو او مسؤلیت منلو ته راولي دوی ورباندې د معاشونو د لوړوالي نیوکه کوي ترڅو په دې ډول یې تخریب کړي. دا سمه ده چې معاشونه به یې ممکن لوړ وي، خو د دوی د مسلکي خدمت له امله پکار ده چې دوی ته ښه امتیاز ورکړل شي ترڅو په ښه کیفیت سره هېوادوالو ته خدمتونه وړاندې شي. که یوه لنډه محاسبه وکړو نو د دغې ادارې ټول معاش به یوه میلیون افغانیو ته و نه رسېږي، خو په مؤثره کار سره به یې له مخابراتي کمپنیو څخه د کال په میلیونونو ډالره هم ګټه کړې وي او هم به یې د خدمتونه کیفیت لوړ ساتلی وي. یا که له بل اړخ څخه ور ته وګورو نو که مخابراتي کمپنۍ د وکیلانو ترحم اخیستلی شي نو په هغه صورت کې د یوه دولتي مامور چې د هیڅ برابر امتیاز ولري د هغوی د ملاتړ جلبول به د دوی په ګټه څه ستونزمن کار وي؟ نه هیڅکله نه.

ځینې ممکن بیا ووايي چې ولې باید د ځینو حکومتي ادارو د کارکوونکو امتیازات لوړ وي او ممکن د کارکوونکو ترمنځ د بې عدالتۍ خبره را پورته کړي. که موږ وګورو په ټولو حساسو ادارو کې چېرې چې د خلکو ژوند او لوړې پرېکړې ورسره نښتې وي د هغو ادارو د کارکوونکو معاشونه او امتیازات هم تر نورو لوړ وي. په لومړي سر کې د پارلمان د وکیلانو معاشونه ولې تر نورو لوړ دي؟ ممکن همدوی ووايي چې دا ځکه دغه اداره د حکومت د قانون جوړولو مرجع ده او باید دوی دومره امتیازات تر لاسه کړي چې په اسانه وکیلان تطمیع نه شي او د نورو لپاره کار و نه کړي. همداسې د قضایه برخې معاشونه هم لوړ دي، مثلاً یو قاضي څومره معاش لري؟ حتماً له نورو ډېر لوړ دی دا ځکه چې هغوی د خلکو تر منځ پرېکړې کوي نو د دوی پرېکړې باید د رشوت او یا نورو وعدو له امله پر مجرمینو د قانون د تطبیق مخه و نه نیسي. همداسې د اترا اداره هم در واخله چې د برښنايي حکومتولۍ په برخه کې د ټول حکومت حساسه اداره بلل کېږي او اړتیا لیدل کېږي، چې کارکوونکي او مسؤلین یې باید دومره امتیاز ولري،‌ چې کارکوونکي یې په اسانه څوک تطمیع نه شي کړای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی