چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهپه مزارشریف کې د هند کونسل مړ شو

په مزارشریف کې د هند کونسل مړ شو

تاند(دوشنبه، د ثور۲۰) د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان په مزارشریف ښار کې د هند سرکونسل وینیش کالرا د کورونا وایرس په ناروغۍ مړی شوی دی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویندوی ارندم باګچي د دوشنبې په ورځ ناوخته وویل، کالرا، چې په وروستیو کې په کورونا وایرس اخته شوی و، د دوشنبې په ورځ د کابل په یوه روغتون کې سا پرې کړه.

د هند د باندنیو چارو وزارت ویندوی ارندم باګچي د کالرا د کورنۍ د غړیو د معلوماتو پر اساس د نوموړي مړینه پر ټویټر اعلان کړه.

د هند د بهرنیو چارو وزیر جېشنکر د کالرا په مړینه د خواشینۍ د څرګندولو ترڅنګ ویلي چې نوموړی یو مخلص، زحمتکش او باوري دیپلومات و چې د هند د ملي ګټو لپاره یې مثالي خدمت کړی دی.

جېشنکر همداراز ویلي، د کالرا پر مړینه سخت خوابدی شوی خو تل به د ده او نورو په زړونو کې وي.

هند پر مزارشریف سربېره په کندهارو هرات، او حلال اباد کې کونسلګرۍ لري.

په تېرو کلونو کې په کابل کې د دغه هیواد پر سفارت څو ځلې خورا خونړۍ حملې شوي دي. په هرات کې هم د هند پر کونسلګرۍ برید شوی دی. د دغړو بریدونو د مسوولیت ګوته حقاني شبکې او لشکر طیبه ته نیول شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب