سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Home+دنیا ښکلې ده| جنرال دولت وزیري

دنیا ښکلې ده| جنرال دولت وزیري

دنیا ډېره ښکلې ده، غرونه، ځنګلونه، سيندونه، مرغې او ورشوګانې يې ښکلي دي. په ځنګلونو او سمه کې مرغان، د مرغانو چغهار ښکلی دی. په سيندونو کې کبان او د اوبو مرغان لا ښکلي دي.

 له دې ټولو څخه بيا کوچنیان ښکلي دي. د کوچنیانو خندا ښکلې ده. چغې او فريادونه يې د نېکمرغۍ نښه ده. هغه وخت چې لا تی رووي یا شيدې خوري، په څلورو لاسونو او پښو څکېږي یا هم پر لاره ځي او یا نوی درېدای شي، دې خوا او هغې خواته منډې وهي، د هغوی تماشا او ننداره ښکلې ده.

په ځوانۍ کې يې مينه او مستي ښکلې ده. په دې بايد پوه شو، څوک چې خوشحالي لري هر څه لري، ژوند لري، ښکلا او نېکمرغي لري. څوک چې احمق وي نیکمرغي او خوشحالي نه لري. ژوند نه لري، ځکه چې د احمقانو ژوند، خوشحالي او نېکمرغي د نورو او کمزورو په ځورولو کې دی.

 دوی هېڅکله اجازه نه ورکوي چې ټولنه نېکمرغه وي، سوکاله وي، خوشحاله وي، ځکه دوی له وژلو، ځورولو او ويجاړولو خوند اخلي.

د دوی ژوند په ځورولو کې دی. دوی شپه او ورځ د شیطانانو په چوپړ کې دي، دوی له شیطانانو هدایت اخلي او د هغوی په امر او لارښوونه پر مخ ځي.

دوی د کوچنيانو له خندا څخه کرکه لري، د مرغانو چغهار او سندرې په دوی ښې نه لګېږي. له دوی کبان په سيندونو کې ناارام دي.

دوی ځنګلونه پرې کوي او اور ورته لګوي. د دوی له جهالت سره شپې او ورځې وي او له پوهې څخه تښتي. مانا دا چې دوی بدبخته او ناوړه دي. لنډه دا چې د دوی همدا ژوند دی او تل په دوزخ کې دي. دوی تل په پوچو خيالاتو کې ډوب او ځان ته یوه خیالي نړۍ لري. دوی له خپل ځان څخه بل څوک نه مني، دوی پر خپل جهالت مئينان دي، دوی د سولې او پرمختګ دښمنان دي.

خو دنیا ښکلې ده، دنیا د اخرت لپاره د چمتو کېدلو ځای دی. څه چې په دې دنيا کې دي د نېکمرغه انسانانو د ګټې اخیستنې او شکر ویلو لپاره دي.

راځئ چې له دې ښکلې دنیا څخه خوند واخلو، د خدای له مخلوق سره مينه وکړو، د وژلو او ځورولو پر ځای ژوند او هوساينه ورکړو، د خدای رضا حاصله کړو. د شیطان په هدايت او امر کار ونه کړو. له کوچنیانو سره مینه وکړو، د مشرانو قدر وکړو او له بوډاګانو سره مرسته او له تجربو يې ګټه پورته کړو.

 په ښوونځي، جومات او تکيه خونو کې د بمونو الوزول د شیطانانو کار دی، د بدمرغو کار دی، د لوی خدای د دښمنانو کار دی، د جاهلانو کار دی، د انسانيت د دښمنانو کار دی او د هغه چا کار دی چې نه هېواد ته ژمن دي، نه اسلامیت او نه افغانيت ته ژمن دي.

خدای تعالی دې موږ له دوی څخه نه شمېري، امین

ایا دا د وژلو او ځورولو وړ دي او که د مینې ورکولو وړ دي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی