سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Home+مینه لویه هستي ده| دولت وزیري

مینه لویه هستي ده| دولت وزیري

لویه خدایه!

مینه چې شته، دا ستا مخلوق بیا ولې کرکه کوي، څرنګه د نفرتونو لپاره ځاله ګرځي او څرنګه د چا د مړینې، وژلو او ناکامۍ هيله کوي؟؟؟

مينه خو تخليق دی، مینه ژوند دی، مینه د ټولې هستۍ علت دی او مینه د هر ژوند علت دی.

مینه د ټولو ارواوو یوازینی سرنوشت دی.

مینه خو خوږه ده او په مينه کې خو خوندونه دي.

بې له مينې زړه خو تش کالبوت دی.

ژوند همدا يوه ورځ دی، پرون تللی او سبا په شک کې دی. نو همدا نن یا اوس حقیقي يا ژوندۍ زمانه ده. هر څوک همدا يوه ورځ او يا دا اوس په واک کې لري، که داسې وي نو بیا ولې د خپل زړه او خپل وجدان په خوله عمل او مينه نه کوو؟

له بده مرغه موږ د خپل زړه ډېرې ښې خبرې، روا غوښتنې، غوره هیلې او کره فکرونه سبا ته ساتلي او نن مو له مینې تش او خالی ذهنونه غاړې ته اچولې دي.

چې دا ولې زموږ په فکر، خبرو، وینا، کار او ژوند کې د مينې قحطي ده؟

نن او دا اوس د ټولو کارونو او عملونو مجموعه ده.

همدا نن د تاریخ پانه ده چې زموږ عملونه پرې ليکل کېږي.

د ورځې په پای کې د رسنیو خبرونه زموږ په وينو را شنه کېږي.

موږ د نورو د بدلولو لپاره له قهر، چړو او وسلو څخه کار اخلو، غواړو د زور او زياتۍ له لارې هغوی د خپل پوچ ذهن په لاره برابر کړو.

هېواد مو غرنی دی، ځنګلونه، سیندونه او ښې ورشوګانې لري نو بيا ولې غرڅه او هوسۍ په کې نه شي اوسېدلای، زاڼې ولې په هوا کې نه شي الوتلای او هيلۍ په سيندونو کی نه شي لامبلای؟

له موږ څخه ژوند او مینه په تېښته دي، البته موږ يې د پاللو وړتيا نه لرو.

دلته د زور، ظلم او ورانولو فرهنګ حاکم شوی دی، ځکه په کوم کور کې چې نفرت وي مینه هلته څه کوي.

موږ ولې د خپل ځان د خوشحالولو لپاره د مارانو، لړمانو، زمریانو، لېوانو، مرغانو، ځناورو او حتی له انسانانو پاکه نړۍ غواړو او هر یو واجب القتل ګڼو.

انسان لکه چې ستر قاتل دی، چې په انسان هم رحم نه کوي.

چې داسې انسانان وي جګړې به حتمي وي، قتلونه او وژل به حتمي وي، د فرهنګونو او دودونو ويجاړول به حتمي وي، هېواد به مو حتمي د وژلو پوليګون وي، د بخښنې پر ځای به غچ اخيستنه ستر دود او ویاړ وي.

دا ټول ځکه دي چې موږ د مينې وچکالۍ ځپلي يو، سیمه مو د مینې وچکالۍ ځپلي ده او ټول نسل مو د مینې وچکالۍ ځپلي دي.

د پای خبره خو کره خبره، ژوند او خوند په مينه او بخښلو کې دی، تاسو يې وبخښئ لوی خدای به تاسو وبخښي.

د ښاغلي وفا سمندر د ليکنې  «د مینې کولو جنت» څخه غورچاڼ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی