سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeروغتیاچاغښت د انسان دښمن دی

چاغښت د انسان دښمن دی

نويو څيړونو ښوولې چې له څلويښتو نيولې تر نوي سلنې چاغ ماشومان دعمر د ډيريدو پر وخت له ستونزو سره مخامخ کيږي او د چاغوالي له امله ورته ډول ډول ناروغۍپیدا کېږي.

په ايران کې د يوې روغتيايي ډلې مشر داکټر علي اکبر سياري وايي چاغوالی د زيات شمير مزمنو ناروغیو سبب کېږي او ډير کله ورسره د وینې لوړ فشار، کلسترول او د شکري ناروغي مله وي.

داکټر سياري وايي د چاغوالي له امله اختلاتات له کوچینوالي څخه پيل اوبيا د عمرپه اوږدو کې دوام کوي.

ده وويل چې د کوچینوالي چاغوالی د پاخه عمر له چاغوالي سره تړاو لري په دې مانا چې که څوک په ماشومتوب کې ډير چاغ وي په ځوانۍ او د عمر د ډيرېدو پر مهال يې هم وزن ډيريږي.

روغتياپوهان وايي چاغوالی د روغتيالو مړنی دښمن دی ځکه په خبره يې له امله يې روغ انسان په بيلا بيلو ناروغیو اخته کيږي.

د داکټرعلي سياري په وينا په نړۍ کې يوعشاريه يو د ډير عمر لرونکي خلک او لس سلنه ماشومان د ډير وزن لرونکي دي چې له ډلې يې ٣١٢ ملیونه کسان چاغ دي.

هغه زياته کړه چې دا شان ديرش سلنه د ډير عمرلرونکي چاغ خلک په امريکا او شل په اروپا او نورو عربي هيوادونو کې ژوند کوي چې ډيری يې په سختو ناروغيو اخته شوي دي.

روغتياپوهان وايي په دې برخه کې زياتې پوهونې ته اړتيا ده ترڅو خلک د ډير وزن له زيانونو په خبريدو سره ورزش وکړي او خپل ډير شوي وزن کنټرول کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب