شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهکابل ته د باجوه او سرینک ګډ سفر؛ ولسمشر غني په سوله...

کابل ته د باجوه او سرینک ګډ سفر؛ ولسمشر غني په سوله کې د پاکستان پر رول تینګار وکړ

تاند (دوشنبه د ثور ۲۰) ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه او د بریتانیا د پوځ له لوی درستیز جنرال سرینک کارتر سره وکتل.

د ارګ له لوري په خپاره شوي بیان کې راغلي چې په دغو کتنو کې د سولې پروسې، د افغانستان او پاکستان به دوه اړخیزو اړیکو، پر افغان سوله او په دې بهیر کې د پاکستان پر رول او په افغانستان کې د تاوتریخوالي په ختمولو وکړې.

د بیان له مخې ولسمشر غني وویل چې په افغان سوله کې د پاکستان رول خورا مهم دی ځکه دغه هېواد پر طالبانو پوره نفوذ لري او د روانې جګړې په ختمولو کې دا نفوذ مهم رول لوبولی شي.

د ښاغلي غني په خبره د افغانستان جګړه نظامي حل‌لار نه ‌لري او د طالبانو ټینګار پر پوځي حل‌لارې افغانانو ته د منلو نه ‌دی او افغان ولس د بحث او مذاکراتو له لارې د عادلانه او تل ‌پاتې سولې غوښتونکی دی.

نوموړي ټینګار وکړ چې پاکستان او افغانستان په خپلو کې له اقتصادي همکاریو او متقابل احترام پرته بله لار نه لري او پاکستان ته په کار ده چې په دې برخه کې خپلې همکارۍ ډېرې کړي.

ولسمشر غني یو ځل بیا پر پاکستاني لوري غږ وکړ چې په صادقانه توګه دې د افغانستان د سولې په برخې کې همکاري وکړي او د روانې جګړې په پای ته رسولو کې دې اغېزناک ګامونه اوچت کړي.

باجوه داسې مهال کابل ته سفر کوي چې په دې وروستیو کې افغان چارواکو یو ځل بیا پر پاکستان نیوکې ډېرې کړې او ویلي یې دي چې پاکستان د طالبانو ملاتړ کوي.

ولسمشر غني څه موده مخکې په خپلو خبرو کې ویلي و چې د پاکستان لپاره د پرېکړې ورځ ده، خپل انتخاب دې وکړي، که افغانستان ناارامه وي، پاکستان به هم ناارامه وي او که پاکستان زموږ هوساینه غواړي، دوی به هم هوسا شي.

1 COMMENT

  1. شاید زموږ د هیواد جنګی او سیاسی وضعیت یوه حساس پړاؤ ته رسېدلی وی چی دا دی شیطان مُرشد او شیطان مُرید په ګډه د تلبیس د ګډا غولی را ګډ سوی دی.
    څو پوری د شیطان جزیره تر اوبو نه وی لاندی سوې په نیمه نړۍ کی به ژور او پراخ کړکیچونه همداسی دوام ولری.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب