Home+هارون حکیمي د اطلاعاتو او کلتور وزارت معین وټاکل شو

هارون حکیمي د اطلاعاتو او کلتور وزارت معین وټاکل شو

تاند(دوشنبه، د ثور۲۰) لیکوال او دیپلومات هارون حکیمي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کلتور او هنر د معین په توګه د دې وزارت کارکوونکو ته معرفي شو.

په دې مناسبت غونډې ته د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر محمدطاهر زهیر وویل، حکیمي یو متحرک، فعال او مستعد ځوان دی او هیله لري چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته د نوموړي راتګ به د کلتور او هنر له ودې سره مرسته وکړي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت پخواني مرستیال او سرپرست پوهاند رسول باوري هم کلتور ا و هنر ته پاملرنه ضروري وبلله او هیله یې وښوده چې د ښاغلي حکیمي له ټاکل کېدو سره به په دې برخه کې لوړ ګامونه واخیستل شي.

ښاغلی حکیمي لیکوال او شاعر دی او مخکې تر دې چې په امریکا کې د افغانستان په سفارت کې د دیپلومات په توګه کار پیل کړي یوه موده د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویندوی و.

په همدې حال کې د پوهنې وزارت پخوانی مرستیال محمداصف ننګ د سرحدونو او قبایلو د چارو د مرستیال وزیر په توګه وټاکل شو.

ښاغلي ننګ د فراه او لغمان د والي په توګه هم دندې ترسره کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...